تاند- په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازې نیکي هیلي په افغانستان کې د هند د لازیات رول غوښتنه وکړه، ویې ویل چې نوی ډیلي، هم د افغانستان په بیارغونه کې، او هم پر پاکستان د څارنې په برخه کې له امریکا سره مرسته کولی شي.
اغلې هیلي د افغانستان لپاره د امریکا د نوي ستراتیژۍ پر اغېزمنتوب د ټینګار په څنګ کې وویل چې د دې ستراتیژۍ یوه اساسي ستن د امریکا او هند د ستراتیژیکو همکاریو پراختیا ده.
هیلي چې د امریکا- هند د دوستۍ په شورا کې خبرې کولې، وویل چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تروریستانو ته د پناهځایونو د ورکولو په وړاندې سخت دریځ غوره کړی دی.
دې په عین حال کې وویل، پاکستان د امریکا شریک دی او امریکا یې قدر کوي، خو امریکا د پاکستان یا بل هر دولت له لوري هغو تروریستانو ته پناه ورکول زغملی نه شي چې پر امریکایانو بریدونه کوي.
په ملګروملتو کې د امریکا سفیرې همداراز وویل«موږ په افغانستان کې د هند مرستې ته اړتیا لرو. دا دواړه هیوادونه (هند او افغانستان) په سیمه کې زموږ لپاره دوه ښه شریکان او څنګلوري هیوادونه دي؛ نو نه یوازې هند د افغانستان د بنسټونو او بیارغونې په برخه کې مرسته کولی شي، بلکې له موږ سره مرسته کوي چې پاکستان وڅارو.»
اغلې هیلي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د پاکستان له لوري د مثبت ځواب په اړه ډاډ ورته مهم دی ځکه چې اوس امریکا او پاکستان په داسې یوه پړاو کې دي چې باید د پاکستان ښه او رښتیانۍ همکاري وویني.
په ملګروملتو کې د امریکا دایمي سفیرې وویل، په افغانستان او جنوبي اسیا کې د امریکا هدف دا دی چې د تروریستانو پناهځایونه له منځه یووړل شي او د هغو وسلو مخه ونیول شي چې تروریستان یې له بهره ترلاسه کوي.
دې وویل چې امریکا دې هدف ته د رسېدو لپاره له ټولو پوځي او دیپلوماتیکو عناصرو کار اخلي.
دې همداراز وویل چې امریکا له افغانستان سره د هند د نورو اقتصادي مرستو غوښتونکې ده او باور لري چې هند د افغانستان په ثبات کې مهم رول لوبوي.
د اګست په وروستیو کې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژۍ د اعلانولو په مهال ویلي و چې په افغانستان کې به هند ته د لا زیات رول لوبولو چانس ورکړي چې دا خبره د پاکستان له سخت غبرګون سره مخامخ شوه.
پاکستان په وروستیو کې په ځلونو وویل چې په افغانستان کې د هند هیڅ راز رول منلی نه شي.