نیکټایي

Necktie

نیکټایي (necktie) په انګرېزۍ یوازې (tie) نوم هم اخلي، اوږده ټوټه ده، معمولا نران یې اغوندي د زینت لپاره یې له غاړې چار چاپېره تاووي او مرۍ سره یې غوټه کوي. ډولونه یې د (ascot tie, bow tie, bolo tie, zipper tie, cravat, Knit Tie and clip-on tie) په نومونو یادیږي. عصري نیکټایي، بو او اسکوټ ټایي له کراوات ډول څخه نقل شوي. معمولا کچه نلري خو اوږدې هم شته دي. په ځینې کلتورونو کې نیکټایي د دندې پر وخت کار ته اغوستل کیږي. ځینې ښځې یې هم اغوندي خو د نرانو په څېر نه بلکې ډېر کم وخت د استثنا په توګه. نیکټایي د یونیفارم یوه برخه هم ده لکه د ښوونځي، پوځ او داسې نورو یونیفارمونو …
 
نیکټایي ډېر اوږد تاریخ لري ډېر پخوا د روم پوځ اغوستلې او له دې پرته د ډلو ټپلو د غړیتوب نښان هم وو او د یوه سمبول په توګه کارېده. ځینو له غاړې تاووله او ځینو د سمال په توګه کاروله. عصري نیکټایي له اروپا څخه خپره شوې او په لمړي ځل د ۱۶۱۸–۱۶۴۸ ترمنځ کله چې د دېرشو کلو د جګړې په نامه جګړه وه په دې وخت کې فرانسې اجیر پوځ لره کوم چې د کرویشیا وو او د پیسو بدل کې به یې جګړه کوله دې پوځیانو به خپل دودیز دسمالونه له غاړې تاوول کوم چې د پاریس خلکو خوښول. په دې وخت کې د فرانسې پاچا څوارلسم لویي (Louis XIV) ډېر ځوان وو او په کال ۱۶۴۶ کې یې همدا دسمال له غاړې تاوول پېل کړل. په دې وخت کې د پاچا عمر ۷ کاله وو او د سلطنتي ښکلا نندارې ته بول شوی وو په کومې ننداره کې یې چې همدا دسمال هم کارولی وو. کله چې پاچا خلکو له دې دسمال سره ولیده نو په اروپا کې یې نر او ښځو دواړو پېښې پیل کړې له کومې چې بلاخره نیکټایي جوړه شوه. هر کال د اکتوبر په ۱۸ د نیکټایي ورځ په ټوله نړۍ کې لمانځل کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *