زه باوري یم. …
ـ د دوو کسانو ترمنځ جنجال تل پدې معنی نه وي چې؛ هغوی یو بل نه خوښوي او یا له یو بل سره کلکه مینه لري.
ـ د بلوغ مرحلې ته رسېدل زموږ له هغو تجربو سره اړیکه لري چې؛ له خپلو کارونو مو زده کړي او د همدې لپاره څو، څو ځله په ژوند کې خپله کلیزه نمانځو.
ـ تل به موږ د نورو له رحم او مهربانۍ سره نه مخ کېږو، بلکې کله، کله باید پخپله هم په نورو مهربان واؤسو.
ـ د دنیا نظام بېرته ددې لپاره پر شا نه راځي چې؛ موږ خفه یو او یا مو زړونه مات شوي دي.
ـ فاصلې ستاسو مینه او واقعي عشق نشي کمزوری کولی، رښتینې دوستي هم همداسې ده.
ـ په یوه شېبه کې هم داسې کار کولی شو چې؛ داغ او یاد یې په زړه او نتیجه یې د ټول عمر لپاره په یاد ولرو.
ـ ډېر وخت ته اړتیا شته چې؛ که زه غواړم د خپلې خوښې وړ شخص واؤسم!
ـ هغوی په ډېره مینه، مرحمت او مهربانۍ رخصت کړﺉ چې؛ ورسره مینه لرﺉ، کېدای شي همدا مو د لیدو وروستی ځل وي.
ـ موږ ډېر داسې کارونه د مسوولیت په توګه منلي چې؛ د ترسره کولو پر مهال پکې ذره احساس هم نه لیدل کېږي.
ـ که نېږدې او صمیمي دوست مو هم مزاحم شو، بښنه په یاد ولرﺉ.
ـ که چېرې زه د خپل فکر طرز او تګلاره کنترول نه کړم، هغه ما تر خپل کنترول لاندې راولي.
ـ اتل او غښتلی هغه څوک دی، چې له ټولو ستونزو او خنډونو سره، سره ور سپارل شوی کار په ټاکلي وخت کې په سمه توګه ترسره کړای شي.
ـ د یو شمېر کسانو په اړه مو تل همدا فکر دی، چې موږ ته ضرر رسوي، خو یو وخت نه یو وخت مو همدوی د ژوند په تر ټولو سختې شېبه کې مرسته کوي او له سختیو مو ژغوري.
ـ که په غوسه یم، دا مې حق دی چې؛ خپله غوسه څرګنده کړم؛ اما کله هم باید بې رحمه او ظالم نشم.
ـ اوسنی حالت مې د کور او چاپیریال د شرایطو زېږنده ده، خو هغه څه چې د راتلونکي لپاره یې غواړم، زما مسوولیت دی.
ـ د هر راز د کشف لپاره کنجکاوي په کار نده، امکان لري ځینې رازونه مو د تل لپاره ژوند ته منفي تغیر ورکړي.
ـ داسې ډېر شوي چې دوه نفره، په یوه وخت، یوه شي ته ګوري، خو دوه بېلابېل شیان ویني.
ـ کېدای شي د یو څو ساعتونو په جریان کې مو ژوند د یو داسې چا لخوا چورلټ مثبت تغیر شي، چې وړاندې یې موږ فکر هم نه وو کړی.
ـ د کور په دېوالونو مو راځړېدلي ستاینلیکونه او سندونه ژوند ته نیکمرغي، احترام او بریالیتوب نشي راوړلی.
ـ خوشال او خوښ خلک هغوی نه وي، چې په دنیایي ژوند کې تر ټولو ښه او بهترین اسباب لري، بلکې خوښي د هغوی په نصیب ده چې؛ له کمو امکاناتو زیاته استفاده کوي.
سلام!
اتل وروره د راتلونکوو همداسی ژباړو په هیله واقعآ چی ډیر په زړه پوری معلومات دی ډیره مننه