Nematode
د (roundworm) په نامه هم یادیږي. د نېماټوډا فایلم (phylum Nematoda) مختلف ډوله چونجیان دي. په بوټو او ژو کې د پرازیت په توګه یا په خاوره، تازه او مالګینو اوبو کې د ازاد ژوند کوونکي شکلونو کې پیدا کیږي. په ځینې غیرې معمولي ځایونو کې لکه سرکه، د بېر مالټ او د ځمکې د قشر په ژورو برخو کې چې چاودونه اوبو ډک کړې وي پیدا کیږي. تر اوسه یې ۲۰۰۰۰ ډولونه پېژندل شوي خو یوازې ازاد ژوند کوونکي شکلونه یې مطالعه شوي. ډېرې څېړنې یې د پرازیتي شکلونو په اړه هم شوي ځکه چې ویترنري، اقتصاد او طب کې پرې پوهېدنه اړینه ده.
د نېماټوډ دواړه نیمې خواوې برابره کچه لري او معمولا د دواړو خوا پای یې مخروطي شوی وي. ځینې ډولونه یې پسیډوکویل (pseudocoel) لري – له مایع ډک شوی بدن کې جوف ده کوم چې د هاضمې د کانال او د بدن د دیوال ترمنځ موجود وي. لکه د ارتروپوډ او د همدې فایلم د شپږ نورو غړو په څېر پوستکی ترشح کوي کوم چې په ځانګړو مودو کې غورزوي یا بدلوي او یا کوریز کوي.
په ډېرو ډولونو کې یې نر او ښځه یې جلا غړي وي خو ځینې ډولونه یې هېرمافروډیټیک (hermaphroditic) دي په دې مانا چې په یوه غړي کې دواړه د نر او ښځې تناسلي غړي موجود وي. د بدن کچه یې له مایکروسکوپي کچې نیولې تر ۷ متره (۲۳ فټه) پورې شته. پرازیتي شکل تر ټولو زیات په نهنګ کې پیدا کیږي. د بدن په ټولو غړو کې د پرازیت په توګه پیدا کیدای شي خو تر ټولو عام په تنفسي جهاز، د هاضمې سیستم او د وینې دوران کې وي. د دې چونجیانو عام نومونه (hookworm, lungworm, pinworm, threadworm, whipworm, and eelworm) دي. ډېر ډوله ناروغۍ پیدا کولای شي لکه (filariasis, ascariasis, and trichinosis) ناروغۍ. ځینې ډولونه یې په کرنې او بوټو برید کوي او همداسې کورنیو ژو کې پرازیت کیږي.
