پنځمه برخه

دابو محمد هاشم سرواني دوخت عراقي شاعران:

جاحظ

(۱۶۰- ۲۵۵هجري)

ابو عثمان عمر بن بحر بن بن محبوب کناني په جاحظ[1] مشهور په کال (۱۶۰هجري) دعراق په بصره کي زيږيدلی او لوی سوی و دې وخت کي بصره چي دابو هاشم سرواني داستاد ابن خلاد دخاپوړو ټاټوبی هم و دعلم او ادب پلازمېنه، او د ډيرو شاعرانو، اديبانو او راويانو ټاټوبی و.

جاحظ  د ژوند په لومړيو کی په سليمان بازار کي کب(ماهي) خرڅوونکي و، خودده داکار دنوموړي د زده کړو مخه ونه نيول، دعباسي خليفه متوکل علی الله [2] د وزير (فتح بن خاقان) پرشناخت در بارته وغوښتل سو، دده د زشتي او توندې څېرې په وجه خليفه ونه منی او دڅه ډاليو سره يې بېرته بصرې ته وليږئ.

محمد بن اسحق نديم ويلي: چی ابو عبيده ماته کيسه وکړه چي محمد بن محمد دابو العباس محمد بن يزدي نحوي له قوله وويل: ماپه علم کې ترجاحظ، فتح خاقان او اسماعيل بن قاضي حريص تر اوسه نه دي ليدلې،دلوستلو سره يې اورنۍ ميني دليکوالۍ([3])مقام ته ورساوه په ۲۵۵هجري کي مړسو په دومره شهرت سره شک نسته چي زموږ اديب شاعر هاشم سرواني هم ورسره ليدلي دي.

بشار بن بُرد

که څه هم ابو معاذ بشار د بردن يرجوج دزوی  دژوند زمانه دابو هاشم سرواني څخه ۸۰ــ۹۰ کاله مخکي وه،نوموړی په ۹۶ هجري کی په عراق په بصره کی وزيږيد ويل کيږی چي له مور څخه ړوند وزيږيد، خود دوهمي هجري پيړۍ دعربي ژبي فصيح شاعر و د عراق بصرې ته دهاشم سرواني تر ورتلو مخکې د نوموړې اشعارو د عراق د ادب ډګر تود ساتلی و.

په بصره کي يې زده کړي وکړې او دبصرې دشاعرانو سره اشناسو په (الفهرست کتاب) [4] کي کاږي چي نوموړی له آره(افغانستان) دتخارستان و او له لس کلنۍ څخه يې په شعر ويلو پيل کړی و په مدحه ويينه او هجو ويينه يې خپل روزګار تيراوه، له شعري منځپانګې يې له ورايه څرګنديږي چې په شعر کي يې افغاني فرهنګ له عربي سره ګډکړی و، له دې کبله يې شعرد بديع، بلاغت او نحوي دليکوالو د تکيې وړ و.

دنوموړي مخالفينو هغه په مذهبي کفر تورن کړ، دعباسي خليفه مهدي په سپارښتنه يې بشار په بصره کي دومره دُرې اوچلاخي وواهه تر څو دا دوه اويا کلن سپين ږيری دچلاخو دزخمونو له لاسه مړسو او يوې توري سندۍ مينځي په بصره کي خاوروته وسپاره (۱۶۷هجري ۷۸۳م) نوموړی که څه هم د ابو هاشم سرواني تروخته په عراق کي ژوندی نه و، خو د نوموړي مديحې ا وهجو په ليکلې او ناليکلې توګه دخلکو په منځ کي په خورا درناوي  شتون درلود.([5])

بختري

 (۲۸۴ مړ)

ابو عباده وليد بن عبيد طايې بُحتري دشام دحلب دښار په زرفند(صرفند) کی زيږيدلی له کشرتوب څخه يې په شعر ويلو پيل وکړ، په حلب کي پر يو نجلۍ مين سو، ځکه يې نو شعرۍ تثبيت د هغې په نوم کول، په اتلس کلنۍ کي دموصل ښار دواکمن مالک بن طوق تغلبي ممدوح(ستايونکی) غوره سو، وروسته دعباسي خليفه متوکل د وزيرفتح خاقان سره په بغداد کي معرفي سو دهغه په ستاينه کي يې نهه قصيدې وويلې، خاقان دمتوکل دربارته معرفي کړ، دشوال په څلورمه دپنجشنبې په شپه (۲۴۷هجري) چي خليفه متوکل او وزير خاقان ووژل سول، بختري دې وخت کي موجود و او قاتلين يې وپيژندل، په يوه قصيده کي يې د وزيراو خليفه قتل چي پخپله دمتوکل د زوی له لوري پېښ سوی و رسوا اوبرملا کړ، خوخپله دمنتصر له ويري مکي معظمې ته وتښتېد وروسته بغداد ته را وګړځېد، له بغداد څخه شام (سوريې) ته ولاړ. بختري دسرشاري هنري شاعرۍ څښتن او ويناوال و، خو نوموړی يو درباري شاعر و، شاوخوا ټول عمر يې دخليفه ګانو او لوړ پوړو چارواکو په ستاينه کي شعرونه وويل.([6])

ابن قتيبه دينوري

(۲۷۶هجري مړ)

نوموړی له آره دخراسان (افغانستان) و، په بغداد کي تر لوړو زده کړو وروسته چي دخلافت مهال و، او دې وخت کي ابو هاشم سرواني هم په بغداد او بصره کي دعلم او پوهي د زده کړي په تلاښ ګر ځېده، دينوکري په ليکوالی اوڅېړنه بوخت سودنحوي، لغت، ژب پيژندنې، شعر، تاريخ،(ادبيات اوعمومي تاريخ کي يې پوهه ترلاسه کړه اوپه دې برخه کي يې کتابونه وليکل، ځيني ليکلي اثار يې په لاندي ډول دي:

۱ــ عيون الخبار.

۲ــ کتاب المعارف.

۳ــ ادب الکاتب.

۴ــ الشعر والعراء وتأويل مختلف الحديث .

۵ــ نوموړی په کال ۲۸۶هجري کي تر ابن خلاد شاوخوا.

۶-۷کاله مخکي مړسو. ([7])

المتنبي

(۲۵۰شاوخوا)

په کو چينوالي کي دخپل پلار سره شام ته ولاړ او دځوانۍ په وخت کي يې د شاعرانو او ادبياتو پام ځانته راواړوه ، نوموړی يو تيز فکره اوفصيح شاعر و له دې مخي به له يوه درباره بل ته دمدحي او ستا يني لپاره ، حلب، مصر، عراق، فلسطين ته تلی، ويل کيږي چي تر خراسان پوري هم راغلی دی ، بغداد ته پرلاره، باندي ونيول سو او ووژل سو(۳۰۴هجري). دده زيږيدنه عبدالمالک همت ۳۰۳هجري،کي ښودلې ده د ادباو ادبي کره کتنه ۳۹۸مخ دايو لوی ټکر دی،  المتنبي په عربي شعر کي د استادۍ مقام ته رسېدلی و، شعر يې روان او په عين حال کي دلوړ خيال او پيغام لرونکی و.([8])

دابو هاشم سرواني دوخت دعربي ادبياتو لنډ جاج

لکه پورته چې ورته نغوته وسوه مخکني څو يادو سوو شاعرانو  شعرونه کېدای سي زموږ  پياوړې شاعر هاشم سرواني هم لوستي وي او ورڅخه اغېزمن سوی وي ، له دې لارې هم کولای سو چي د هاشم سرواني دشعر قريحه ځانته معلومه کړو او دنووړي دوخت د ادبي حالت لنډ جاج واخلو چي هغه وخت په سيمه کي ادبي حالت څه ډول و.

ويلای سو چې دعباسي خليفه ګانو دسياسي او نظامي نفوذ سره چي دوهمه او درېيمه هجري پيړۍ کي پکې اسلامي فرهنګ دخپل د اوج اوکمال  درجې ته ورسېد يو زيات شمېر پوهان محدثين،فقهاء پښکې راپيداسول، دوی کي دابو محمد هاشم سرواني ونډه هم دهېر ولو نه ده، دې وخت کي عراق دعربي کلا سيکو ادبياتو دثقل مرکز و چي له هسپانيې څخه تر ماوراء النهر پوري سيمه دعربي ژبي او ادب تر نفوذ لاندي راغله، داوخت و چي عربي ادبيات په بيلا بيلو سبکونو کي را څرګند سوه، ډول ډول دبحث وړ موضوعات او مسايل تر نقد او کتنې لاندي ونيول سوه تر دې چې دعربي ژبي او ادبياتو يوه ځلانده دوره پيل سوه دې وخت کي عربي ژبه د ملتونو دتمدنونو په بڼه داسلامي حکومت تر نفوذ لاندي راغله.

خبره له قومي  تعصباتو له قيده څخه دعمومي مسايلو او موضوعاتو په لور سيخه او يو ه سوه، شعر هنري بڼه خپله کړه اسلامي تمايلات دجاهليت دافسانو ځای ناستي سوه، دجاهلې دورې دشعر محتوا په عباسي پېرکي په مينه او دوستی واوښته، دعرب ادب پوهانو په اند چي ددې دورې تکاملې سير له متنبي (۲۵۰ــ ۳۰۴هجري) شاوخواڅخه پيل او تر الحصري او ابن اثير پوري رسيږي.  ([9])

په لنډو کې ويلای سو چې دعباسي پېر ادبيات پخپل وار پر دريو برخو ويشل کيږي:

الف: دانقلاب او تجدد پېر: ددې دورې يا پېر شاعران عبارت وه له:

۱ــ بشار بن برد، په هجا او هزل(ټوکو او شوخۍ) کي.

۲ــ ابو تواس ( په خمريه اشعارو کي).

۳ــ ابو العتاهيه(په زهد او تقوا) کي.

دنثر په برخه کي هم ځيني کسان موجودوه لکه: ابن المقفع، سهل بن هارون، احمد بن يوسف ددې پېر له نومياليو اديبانو څخه  وه.

ب: د بيا راګر ځېدو پېر: داپېر لرغوني وخت ته دګرځېدو په مانا يعني زړې تګلاري ته ګرځېدل، خوپه عين حال کي داګرځېدنه دتجدد له خوځښت اونوي غوښتني چي مخکي يې رواج موندلی و ګډ سوه.ددې عصر له نومياليو څخه کولای سو د ابو تمام او البُختري يادونه وکړو، ځکه ددې دورې نور شاعران الرومي او دعبد الخزاعي وه، په نثر کي الجاحظ له نورو وړاندي و.

ج: دتم کېدو او تدريجي حرکت دوره ،تصنع او اغراق:

دې پېر کي دشاعرانو شمېر زيات سوی و خو د نوابغو شمېر بيا هم لږ و، ددې دورې شاعران عبارت دي له : ابو فراش، ابوالعلاء، المعري، ابن الفارص، الشريف، الرضي او په نثرکي ځيني کسان لکه ابن العميد او القاضي الفاضل ياد ولای سو. ([10])

بديع هم دعلم په توګه دعباسيانو په وخت پوري اړه لري نوموړې علم له عربي ژبي څخه پښتو او دري ته راغلی دی، عرب څېړونکی وايې لومړی کس چي د اول ځل لپاره يې داکار وکړ عبد الله بن معتز دی، هغه چي دابو هاشم سرواني هم عصره و اوپه ۲۹۶ترهاشم سرواني يو کال مخکي ومړ  .

نوموړي دلومړي ځل لپاره دپخوانيو شاعرانو په کلام او همداډول په قرآن او حديثو کي (۱۷اوولس) ډوله صنعتونه را وايستل او پرکتاب يې دالبديع نوم کښېښود.([11])

اخځلیک او لمنلیک :

  • [1] : جاحظ. [ ح ِ ] (اِخ ) عمروبن بحربن محبوب بن فزارة الکنانیالبصری ، مکنی به ابوعثمان و معروف به جاحظ. رئیس فرقه ٔ معروف جاحظیه از فرقه هایمعتزله . وی در حدود سنه ٔ160هَ .ق .در بصره تولد یافت و در همانجا زندگی میکرد و درک خدمت اصمعی و ابی عبیده و ابیزید و غیر ایشان را نمود و از ایشان استفاده ها کرد و با بسیاری از نویسندگان ومترجمین فارسی و سریانی آمیزش داشت ، و بیشتر عمر خود را در بصره گذراند و مانندعلماء و ادباء زندگانی میکرد. او ببغداد بسیار سفر میکرد و در عهد وزارت محمدبنالزیات نزد وی رفت و بیشتر این مدت را در سرمن رأی مقیم بود. بعد از آن در بصرهاقامت کرد تا در سنه ٔ255هَ .ق . به مرضفالج در همانجا وفات یافتجاحظ. [ ح ِ ] (ع ص ) مرد [چشم ] برآمده و بزرگ چشم . ج ، جُحَّظ.(از منتهی الارب ) (ناظم الاطباء). آنکه دیده ٔ وی بیرون خزیده بود.  .(دهخدا لغت نامه)
  • [1] : أبو الفضل جعفرالمتوكل على اللهبن المعتصم بن هارون الرشيد بن المهدي بن
    المنصور (205-247 هـ)
  • [1]ــ غلام حسين ده بزرګي، تاريخ ادبيات جهان، انتشارات زوار،تهران، چاپ دوم، ۱۳۸۷شمسي ۵۰ مخ.
  • [1] : الفهرست کتاب په ۳۷۷ هجری کی د محمد ابن اسحاق ابن ندیم لیکلی اثر دی .
  • [1]ــ تاريخ ادبيات جهان، مخکنی اثر ۵۱ــ ۵۲مخونه.
  • [1]ــ تاريخ ادبيات جهان، ۵۳مخ.
  • [1]ــ تاريخ ادبيات جهان، ۵۴مخ.
  • [1]ــ تاريخ ادبيات جهان، ۵۵مخ.
  • [1]ــ مريم اميري، سير تاريخ ادبيات عرب، ايران،۱۲مخ.
  • [1]ــ اميري ،مخکنی سرچينه، ۱۳مخ.
  • [1]ــ پو هنمل محمد ابراهيم همکار، دبديع فن او پښتو شاعري دويم چاپ، ۱۲۹۰، ۳۳مخ.

[10]ــ اميري ،مخکنی سرچينه، ۱۳مخ.

[11]ــ پو هنمل محمد ابراهيم همکار، دبديع فن او پښتو شاعري دويم چاپ، ۱۲۹۰، ۳۳مخ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *