تاند، جمعه، د میزان ۲۶مه: په هالنډ کې د متقاعدو پوځیانو ټولنې او شمېر مرستندویه بنسټونو د هغه افغان ترجمان ننګه کړې چې ۱۳ کاله یې په افغانستان کې له بهرنیانو سره کار کړی خو اوس له هالنډه شړل کېږي.

په هالنډ کې د متقاعدو پوځیانو ټولنې او شمېر مرستندویه بنسټونو د ټلیګراف په نوم پر یوه پاڼه کمپاین پیل کړی چې دغه افغان دې بېرته خپل هېواد ته نه شړل کېږي او د قبولۍ په تړاو دې یې بیا له سره کتنه وشي.

دغه بنسټونه وايي، په افغانستان کې هغه کسان چې له نړیوالو ځواکونو سره کار کوي د طالبانو او داعش ډلې لخوا د خاین او جاسوس په نامه یادېږي، وژل کېږي، ګواښ کېږي او اړتیا ده چې دوی خوندي وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د هالنډ د دفاع وزیر انک بیګلډ اعلان وکړ چې کوم ترجمانان د خطر احساس کوي دوی یې په هالنډ کې هرکلی کوي، خو اوس یو افغان چې په هالنډ کې یې د پناه غوښتنه کړې ده، غوښتنلیک یې رد شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې هالنډیان د افغانستان په ارزګان ولایت کې د ناټو تر چتر لاندې ماموریت مخته وړي او له ۲۰۰۶ کال راهیسې تر ۲۰۱۰ پورې له دغو ځواکونو سره ۱۲۰ افغانانو کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *