تاند- یوې هالنډۍ ښځې خپله ۸۳ کلنه مور له مړینې وروسته یوه اوونۍ د کور په فریزر کې وساتله ځکه چې له هغې سره یې مخه ښه نه شوای کولی.
د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې د پولیسو ویندویې ایستر بوت وویل:«لور خپله مور د یوې اوونۍ په مخه په فریزر کې کنګل وساتله. دې د خپلې مور بېلتون نه شوای زغملی.»
پولیس د هالند په جنوب لوېدیځ کې د کامپیرلنډ په کوچني ښارګي کې د ۴۶ کلنې ښځې کور ته ورغلل او هغې سمدستي اعتراف وکړ چې خپله مړه شوې مور یې په فریزر کې ساتلې ده.
داسي هیڅ نښه ونه موندل شوه چې د هغې مور دې په غیرطبیعي ډول مړه شوې وي.
د پولیسو ویندویه وايي چې مړی یې د عدلي طب د معاینې لپاره روغتون ته نه دی وړی. خو د هغې لور د پولیسو ماموریت ته د تحقیقاتو لپاره یووړل شوه، د روحي ناروغیو معاینه یې وشوه، وروسته پرېښودل شوه چې کور ته لاړه شي.
دواړه ښځې اوولس کاله یوځای اوسېدلې. په دې موده کې به لور شپه و ورځ د خپلې مور پالنه کوله.
په اصولو کې دا جرم دی چې څوک دې مړی په فریزر کې وساتي خو څارنوالانو ته ثابته شوه چې لور خپله مور ښه ساتلې وه او له ډېرې مینې یې نه غوښتل چې ورڅخه جلا شي، ځکه هغې ته سزا نه ټاکي.