تاند- د افغانستان د کرکټ ټیم د شلو اورونو نړیوال جام ته د رسېدو لپاره د سیالیو په لړ کې نن په شارجه کې د هالنډ له ټیم سره مخامخ شو.
افغان لوبغاړو ، چې لومړی یې لوبه یا توپ وهنه پیل کړه، د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې په اتلسو اوورونو کې ټولټال ۹۰ منډې جوړې کړې.
خو هالنډي لوبغاړو نسبتاً په اسانه د افغانستان له لوري ټاکل شوی هدف پوره کړای شو.
هالنډ په داسي حال کې چې لا یې ۴۳ توپونو پاتې ول، د افغانستان له لوري ټاکل شوی هدف پوره کړ او افغانستان ته یې په اوو ویکټونو ماتې ورکړه.
دا مسابقه، سره له دې چې د ۲۰۱۴ کال د شلو اورونو اتلولۍ ته د بریالیتوب لپاره ټاکوونکې نه ده خو د ټیمونو په راتلونکو لوبو اغېز لرلی شي.
په نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې محمد شهزاد جوړې کړې . ده په ۴۸ توپونو ۲۰ منډې جوړې کړې، نجیب الله ځدراڼ بیا تر ده هم ښه لوبه وکړه ځکه چې په ۲۷ توپونو یې ۱۹ منډې جوړې کړې.
محمد نبي د هالنډ دوه لوبغاړي وسوځول او یو هم د شاهپور ځدراڼ له لوري وسوځول شو.
حمید حسن په درو اورونو کې هیڅ لوبغاړی ونه سوځاوه.
د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کیپتان محمد نبي هیله څرګنده کړې چې افغانستان به په دغو سیالیو کې بری ترلاسه کړي او د کرکټ د شلو اورونو نړیوالو سیالیو ته به لاره پیدا کړي.
ټاکل شوې ده چې افغانستان سبا له سکاټلنډ سره مسابقه وکړي.
د افغانستان ټیم، چې په بي ګروپ کې دی، د شنبې په ورځ په درېمه مسابقه کې د پاپو نیو ګینې په وړاندې میدان ته وځي.
هالنډ، سکاټلنډ، برمودا، ډنمارک او پاپو نیوګینې د افغانستان ترڅنګ په بي ګروپ کې دي. په دې مسابقو کې هر ټیم چې لومړی مقام ترلاسه کړي په اتومات ډول به د کرکټ د شلو اورونو د ۲۰۱۴ کال نړیوال جام ته بریالی شي.