تاند، دوشنبه، د سنبلې ۲۵مه: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هالنډبه د هېواد له ۱۰ سترو روغتونونو سره د تخنیکي وسایلو مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزارت لخوا تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اړه هوکړه نن د عامې روغتیا د وزیر فېروز الدین فېروز او د هالنډ د روغتیا وزیر سټیجن کرسټن تر منځ لیدنه کې شوې ده.
په دې لیدنه کې ښاغلي سټېجن کرسټن ویلي هېواد به یې په کابل کې ۹ روغتونو او په بلخ کې له یو روغتون سره د لمریزې برېښنا او د اوبو د فلټر کولو د سیسټمونو په جوړولو کې مرسته وکړي.
په دې لیدنه کې ښاغلي فېروز د هالنډ له مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه هېواد دې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.