تاند- د هالنډ یا نیدرلنډ پولیس د هغو کوچنیو بې پېلوټه الوتکو د ټولولو د نویو لارو په لټه کې دي چې ممکن عمومي امنیت له خطر سره مخامخ کړي.
تر ټولو تازه لار یا شیوه چې د هالنډ د پولیسو چارواکو د دغو بې پېلوټه الوتکو د ټولولو لپاره موندلې هغه دا ده چې ګوربتان(عقابان) وروزي څو په هوا کې دا کوچنۍ الوتکې ونیسي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د هالنډ د پولیسو چارواکو وویل چې دا د دې عصري یا مودرنې ستونزې د حل کولو لپاره یوه دودیزه یا زړه حللار ده.
په هالنډ کې د اماتورو کسانو له لوري له بې پېلوټه الوتکو کار اخیستل په ډېرېدو دي او پولیس له هغو خطرونو اندېښمن دي چې ممکن دا الوتکې یې په عمومي فضا، لکه هوايي ډګرونو یا پوځي ځایونو کې ولري.
د هالنډ پولیس پر دغو الوتکو د ډزو، له لېري د هغو د هک کولو او دغه راز له مرغانو څخه د هغو د کښته کولو په شان له لارو چارو کار اخلي.
د هالنډ د پولیسو یوه چارواکي وویل، خلک فکر کوي چې موږ هسي غلطول کوو خو حقیقت دا دی چې موږ په رښتیا د ګوربتانو په وسیله بې پېلوټه الوتکې نیسو.
کله چې پولیس روزلی ګوربت د بې پېلوټه الوتکې لور ته پرېږدي، په خورا سرعت د هغې لور ته الوزي او نیسي یې.
د یوې کمپنۍ مسوول، چې له پولیسو سره په دې عملیاتو کې مرسته کوي، وايي چې دا ګوربتان باید وروزل شي څو بې پېلوټه الوتکو ته د ښکار په سترګه وګوري.
حاضردمه دوې ستونزې شته؛ باید د دغو ګوربتانو د روزنې لپاره زیاتې بې پېلوټه الوتکې ورانې شي چې دا زیات مصرف غواړي او بل دا هم لا څرګنده نه ده چې ګوربتان به په هغه فضا کې چې ګڼه ګوڼه زیاته ده، څرنګه عمل وکړي.
د هالنډ پولیس د سږ کال تر پایه پرېکړه کوي چې ایا له ګوربتانو څخه کار واخلي او کنه.