تاند- هالنډ له افغانستان ته د ۱۸۰ ملیون یورو مرستې ژمنه وکړه او په دې اړه موافقه یې له افغانستان سره لاسلیک کړه.
له افغانستان سره د هالنډ د ۱۸۰ ملیون یورو مرستې قرارداد پرون /سې شنبه/ په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د هغه هالنډي ساري ترمنځ لاسلیک شو.
ښاغلي رباني د هالنډ له مرستو مننه وکړه، ویې ویل چې هالنډي ځواکونو د افغانستان په جګړه کې قربانۍ ورکړي او په تېرو ۱۴ کلونو کې یې د افغانستان د یوه غښتلي متحد په توګه له افغانانو سره زیاتې مرستې کړي دي.
صلاح الدین رباني وویل چې هالنډ په تېرو ۱۴ کلونو کې له افغانستان سره یو ملیارد یورو په بېلابېلو برخو او سیکتورونو کې مرسته کړې ده.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر برت کویندرز له افغانستان سره د ۱۸۰ ملیون یورو مرستې د قرارداد له لاسلیکولو وروسته وویل:«دا مرسته به په راتلونکو درو کلونو کې دوام وکړي او هر کال به د افغانستان حکومت ته ۶۰ ملیون یورو ورکړای شي.»
ده وویل چې افغانستان په اوسنیو شرایطو کې سولې، ثبات او پراختیا ته اړتیا لري او هالنډ به د ناټو په نوي ماموریت کې، چې له نوي میلادي کال څخه د غوڅ ملاتړ په نوم پیل شوی دی، لا فعال رول په غاړه واخلي.
د هالنډ د باندنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت به له اداري فساد سره په مبارزه، ښې حکومتولۍ، د اقتصاد د ښه کولو او د سیمه ییزو همکاریو د ښه کېدا په برخو کې بریالی شي.
هالنډ، چې په اروزګان ولایت کې پوځیان لرل، د ناټو د غړیو هیوادونو په منځ کې لومړنی هیواد و چې پوځیان یې وایستل. د افغانستان په جګړه کې ۲۴ هالنډي پوځیان ووژل شول او ۱۳۰ نور ژوبل شول.
دا هیواد څه کم ۱۷ ملیونه نفوس لري، خو د خاورې مساحت یې یو څلوېشت نیم زره کیلومتر مربع دی یعني د افغانستان تر هلمند (۵۸۵۸۵)، فراه (۴۸۴۷۱) او کندهار (۵۴۰۲۲) ولایتونو کوچنی دی.