تاند- په برازیل کې د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو په دوهمه ورځ تېره شپه د کامرون او مکسیکو ټیمونه او د د هالنډ او هسپانیا لوبډلې مخامخ شوې.
هالنډ د فوټبال د تېر دور اتل هسپانیا ته شرموونکې ماتې ورکړه.
هالنډي لوبغاړو هسپانیایان پنځه پر صفر مات کړل او مکسیکو بیا کامرون ته په یوه ګول ماتې ورکړه.
د فوټبال د دې شلم نړیوال جام په لومړۍ مسابقه کې، چې د پنجشنبې په ورځ پیل شوه، کوربه ټیم برازیل له کرویشیا سرهع مخامخ شو.
برازیل کرویشیا ته په درو ګولونو ماته ورکړه.