تاند- د هالنډ د عدلیې وزارت په یوه څېړنیز راپور کې ویلي چې د لسګونو زرو مهاجرو ماشومانو په منځ کې افغان ماشومان تر نورو په زده کړو او د ټولنې د ادابو په پوهېدو کې وړاندې دي.
د هالنډ (ډچ نیوز) خبري چاینل نن /سې شنبه/ وویل په نولس سوه نوي یمه لسیزه کې هالنډ ته له افغانستان، ایران، سومالیا، عراق او پخوانۍ یوګوسلاویا څخه ۹۶ زره راغلي ماشومان د هالنډ په ټولنه کې ښه جذب شوي دي.
راپور وايي«د افغانستان او ایران د زده کوونکو سویه تقریباً له ځايي ماشومانو سره برابره ده خو د افریقا د نیمه صحرا په تېره بیا د سومالیايي ماشومانو د زده کړو نتیجې ټیټې دي.»
راپور ښيي دا ماشومان په ښوونځیو کې ښه زحمت باسي خو په ابتدايي او متوسطه دورو کې د دوی د زده کړو نتیجې د ځايي یا اصلي هالنډي ماشومانو په حد کې نه دي.
بې روزګاري، په ټولنه کې انزوا د زړو مهاجرو لویې ستونزې ګڼل کېږي او دا ستونزې د دوی پر ماشومانو هم اغېز کوي.