تاند- د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له کورنیو چارو وزیر سره په کتنه کې وویل، هیواد یې د افغانستان د حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بهیر ملاتړ کوي.

فلیپ هامنډ په لندن کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار سره په کتنه کې وویل:«موږ د سولې په خبرو کې د پاکستان د رول ستاینه کوو او هیله لرو چې د سولې خبرې د روانو حالاتو تراغېز لاندې را نه شي.»

د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو کې په تېره بیا د کابل له بمي حملو وروسته یو ځل بیا خړ پړ شوي چې په نتیجه کې یې له یوې خوا طالبانو په افغانستان کې جګړې ته زور ورکړی او له بلې خوا د سولې خبرې ځنډول شوي دي.

د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر ښاغلي هامنډ د سولې د خبرو په بهیر کې پر ځنډ او دغه راز د هند او پاکستان د اړیکو پر خرابېدو اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل دواړه ګاونډي هیوادونه باید خپلې مسلې د خبرو له لارې حل کړي.

د هند او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د وروستیو څو ورځو په نښتو کې په لسګونو تنه وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هند د براعظمګي د دوو هیوادونو د سولې د خبرو د مخنیوي مسوول وباله، ویې ویل چې هند نه له پاکستان سره د کشمیر پر مسله خبرې کوي او نه پاکستان پرېږدي چې له کشمیري مشرانو سره خبرې وکړي.

One thought on “هامنډ: روان حالات باید د افغانستان د سولې د خبرو د ځنډ سبب نه شي”
  1. په ښکاره دوئ دآفغانستان دصلحې نارې وهي مګر دپردې وشاته دوئ دآفغانستان په ناآرامي کي نور پلانونه جوړوي.لکه ټولوته چه معلومه ده پاکستان دانګريز حرامي زوۍ او دخپل بادارڅخه دآفغانستان او دمنطقې لپاره نوي پلانونه جوړوي عملي کار به دفکي ستان وي.
    دځان دخلاصون لپاره ويوه سالم حکومت ته ضرورت لرو
    دوهم آفغانستان بايد دهرڅومره سلاح او مهماتو او هوائې قوي ځواک درلودنکې سي
    دريم دمکلفيت او احتياط بايد رواج ځکه موږ يو غريب هيواد يو او اضعافي پيسې دنظامي قواو پر نورواړتياو ولګول سي مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *