جارج راورټي دبېټرراورټي زوى په ( ١٨٢٥) کال په انګلستان کې زېږېدلى، نوموړې خپلې اساسي زده کړې په فلمټ اوپنزانس کې وکړې.

       نوموړي په ١٥کلنۍ کې له سمندرسره علاقه پيداکړه، خو په بحر کې له يولنډ سفره وروسته يې خيال بدل شواوعسکري ته يې ملا وتړله.

       په همدې لړکې هند ته ولاړ، او له انګرېزي پوځ سره يوځاى شوکله چې، د انګرېزانوپه( ١٨٤٨)کال کې پوځ ملتان ته راغى، راورټي هم ورسره وو. بيا يې وروسته په کجرات کې دنده پيل کړه، کله چې انګرېزانو په پښتونخوا کې د پښتنو پر ضد په (١٨٥۰) کال کې لومړني عمليات پيل کړل راورټي له(١٨٥٢-١٨٥٩)کلوپوري په پنجاب کې ملکي ماموراو د کمشنرمرستيال وو.

      وروسته يې بياعسکري خدمت ته دوام ورکړاو د جګړن رتبې ته ورسېد. راورټي په ې(١٨۶۴) کال کې تقاعد شو او پاتې ژوند يې په انګلستان کې تېر کړ اودمرګ ترورځې دهغوشرقي مطالعاتو په بشپړولولګياوو، چې په هندوستان کې يې  پيل کړې وې خو بشپړې کړې يې نه وې .

       راورټي عالي تحصيلات نه وو کړي، خو د ډېر اوچت ذاتي علمي استعداد او ذکاوت خاوند وو.د په هند کې لومړى هندوستاني، فارسي، ګجراتي اومرهټي ژبې زده کړې، وروسته کله چې په (١٨٤٩)کال کې لرې پښتونخوا ته تبديل شو، خپله ټوله توجه يې دپښتوژبي ادب ،قوم پېژندنې او حتى دسيمومطالعې ته ورواړوله. د په (١٨٥١) کال کې دبمبى د جغرافيې خپرونې ته د پېښور دښاراو ولايت په باره کې يوه مفصله ليکنه وکړه، چې نقشې هم ورسره ملګرې وې .اما دپښتو ژبي دمطالعې په برخه کې دراورټي لمړنى او ډېرلوى کار دپښتو ژبي ديو لوى ګرامرليکل وو ،چې لومړى چاپ يې په (١٨٥٥) دوهم يې په (١٨٦٠)او درېيم چاپ يې په (١٨٦٨) کلونو کې خپاره شول. له راورټي نه یوشمېر نور مهم اثارهم راپاته دي ، چې په هغو کې هرات او دهغه مضافات اوله قدیمتریني زمانې نه بیا تراوسه پورې دخراسان وقایع او د پښتنو تاریخ اودهغو هېواد هم شامل دی.

         راورټي په  دې پسې خپل دوه نور مهم اثار، چې يو يې انګرېزي قاموس اوبل يې ګلشن روه په نامه دپښتونثر او نظم يوه مجموعه وه په(١٨٦٠) کال کې خپاره شول په(١٨٦٢)کال کې يې يوبل اثر، چې په انګرېزي باندې د شپاړسمې ،اوه لسمې او اتلسمې مېلادي پېړۍ دغوره اشعاروترجمه وه خپورشو.

        کله چې په(١٨٦٤)کال کې راورټي له هند نه انګستان ته ولاړ هلته يې دانجيل يوه برخه په پښتو ترجمه اوخپره کړه، پدې پسې يې په(١٨٧١)کال کې دايسپ کېسې ترجمه او خپرې کړې ، په(١٨٨٠)کې يې يو پښتو درسي کتاب د پښتو متون ترعنوان لاندې چاپ کړ.

       راورټي له(١٨٨١-١٨٨٨)کال پورې يوبل ډېر مهم اثر، چې عنوان يې دافغانستان په باره کې اود بلوچستان ديوې برخې په باره کې نوټونه وو،په څلورو قسطونو کې خپورکړ، چې وروسته په يوه ټوک کې چاپ شو. په(١٨٨١)کال کې دقاضي منهاج السراج جوزجاني طبقات ناصري له فارسي نه په انګرېزي ترجمه او له فوق العاده مهمو اوارزښتناکو حاشيو سره يې په دوو جلدونو کې خپور کړ.

دراورټي نه ډېر نور چاپ شوي اثار هم راپاتي دي .

     دراورټي دوه عمده ادبي اثار دي يو يې ګلشن روه او بل يې دافغانانو دشعرونو منتخبات دي .

دمولف لومړى اثرګلشن روه په(١٨٦٠)کال کې په لندن کې خپور شو ،مولف ددې تاليف موخه دپښتو ژبي تدريس او د پښتو اثارو د نومونو خوندي کول ګڼي .

       دپښتو ژبې د شاګردانو دپاره پدغه درسي متن کې لومړى دپښتو ژبي دنثر او بيا دنظم نمونې راغلې دي. کوم دنثر آثار، چې نمونې يې په دې کتاب کې را اخستل شوي دادي :د افضل خان خټک تاريخ مرصع، داخوندقاسم فوايدالشريعه، دافضل خټک کليله او دمنه ،دبابوجان کتاب، د اخوند دروېزه مخزن الاسلام، اود عبدالقادرخان ګلدسته دي .

کوم منظوم آثار، چې په ګلشن روه کې را اخيستل شوي دادي:

       د رحمان بابا دېوان، د خوشحال خټک دېوان ، د عبدالحميد مومند دېوان، د خواجه بنګښ دېوان، د انصاري دېوان، د کاظم خان شيدا دېوان، د اشرف خان هجري دېوان، د عبدالقادرخټک دېوان او يوسف وزليخا، د احمدشاه بابا دېوان دى .

      ګلشن روه ټول دوه سوه اودوولس (٢١٢)مخه ده ، لومړني(١٨٦)مخونه يې دنثر منتخباتو اونور يې د نظم منتخباتو ته وقف شوي دي .

       البته د بابوجان د کتاب نمونې راورټي دنثر په برخه کې راوړې دي ، خو د پښتواشعارو دعروض وتلي محقق پوهاند عبدالشکور رشاد(رح)دا د راورټي سهوه بولي او وايې، چې دبابوجان کتاب نظم دى.

       د راورټي دپښتو اشعارو د منتخباتو انګرېزي ترجمې په(١٨٦٠)کال کې نه ده پوره شوې ،بلکې په کال(١٨٦٢)کې په لندن کې چاپ شوه، پدې مجموعه کې، چې ټوله يې درى سوه او اته څلوېښت(٣٤٨) مخه ده د نهو ٩ تنو پخوانو پښتو شاعرانو دمنتخبو اشعارو دمنتخباتو او د انګرېزي ترجمې راغلې دي .    دا شاعران په ترتیب ،رحمان بابا، میرزاخان، عبدالحمیدمومند، خوشحال خان خټک ، اشرف خان خټک، عبدالقادرخټک، احمدشابابا، کاظم خان شیدا   او  خواجه بنګښ دي.

       راورټي د ګرامر د مقدمې په پای کې د یوې پښتو ولسي سندري انګرېزي ترجمه هم ثبت کړې ده . دا سندره په نوشېره کې دافغانانو اوسکهانو په(۱۸۲۳)کال دجګړې په باره کې لیکل شوي ده او په حقیقت کې د یوه لوی غازي عباس خټک مرثیه ده .

چې په همدې جګړه کې مړ شوی دی .دګرامر په مقدمه پسې دهغې لساني برخه راځي  چې ټوله دوه سوه او څلورمخه ده دا برخه لس اصلي فصلونه اودوه ضمیمې لري .

     دراورټي پښتو انګرېزي قاموس، چې عنوان يې د پښتو یا افغانانو د ژبی ډکشینري ده دلومړي ځل لپاره په(۱۸۶۰)کال کې په لندن کې اود وروستي ځل لپاره(۱۹۸۲)کال کې په لاهور کې خپور شوی دی.

     پدې حساب ټول قاموس پرته د دېپاچې اومقدمې نه(۱۱۱۶)مخه کېږي ،دقاموس په هرمخ کې په اوسط ډول تخمین لس لغاته راغلي دي .البته په قاموس کې یوازې پښتو کلمات نه دي راغلي ،بلکه په پښتوکې دخیل عربي، فارسي او نور کلمات هم راغلي دي ، مولف دقاموس په هغه مخ کې، چې دکتاب کامل عنوان دی ، دعبدالقادر خان خټک دابیت ثبت کړی دی .

تاخوږه کړه ترفارسي عبدالقادره

 کــــــــه هرڅووه ترخه ژبه دپښتو

       څرنګه چې په تېر بحث کې وویل شول، راورټي د پښتوګرامرپه همدې مخ کې دحمیدمومند دا بیت ثبت کړی دی.

فارسیوانو دحیرت ګوتې په غاښ کړې

چې حمید سخن سازي کړه په پښتوکې

       د دغوبیتونو انتخاب نه یوازې په پښتو شعر او ادب کې د راورټي د پخې مطالعې او ښه ذوق نماینده ګي کوي ، بلکې د پښتو ژبي په باره کې د ده،  د احساس ښکارندوی هم دی .

       په قاموس کې کلمات د پښتوالفبا په اساس ردیف شوي، خوله چپ نه ښۍ خواته ثبت شوي دي .د کلماتو تلفظ په لاتینو تورو ښودل شوي دي، مولف د کلماتو ګرامري خصوصیات هم تر یوه حده ښوولي اوپه  پښتو کې دخیل کلمات يې هم په نښه کړي دي .

       اما د راورټي منول اف پښتو درسي کتاب چې په(۱۸۸۰)کال کې په لندن کې په وړه قطع چاپ شوی دی ۲۷۵ مخه دی .کتاب په دریو برخو وېشل شوی دی، اوله برخه يې د پښتودصرف اونحوي،لنډ بحث دی اوټوله ۸۱ مخه دی .دکتاب دوهمه برخه چې عنوان يې تمرینونه اومحاورې دي تر۱۳۳ مخه پورې رسېږي  .د دې برخي په اوله حصه کې ۶۱ لنډۍ ،پښتوکیسې له انګرېزي ترجمې سره راغلې دي .البته پښتوعبارات هم په لاتینو تورو لیکل شوي دي .

      د کتاب د دې برخې ۱۳۳ او د۱۳۴ ترنیمايي پورې له مېلمه سره د روغبړ په باره کې او د۱۳۴ مخ له دوهمې نیمايي نه تر۱۷۲ مخ پوري دآب وهوا ،ملک،سفر،پوځ،سپورټ، جنګ اوځینو نورو موضوعاتو په باره کې محاورې راغلې دي .

       ددې برخې له ۷۲ نه د۱۷۶  مخ ترنیمايي پورې پښتو متلونه ،پندونه اومقولې له انګرېزي ترجمې سره راغلې دي . په حقیقت کې د کتاب ډېره مهمه برخه همدا ده .ځکه دا لومړنی اثر دی چې له پښتو متلونو علاوه دولسي شاعرانویوشمېر پښتو سندرې هم راټولې کړې اودهغو دیوې انګرېزي ترجمه يې دخپل ګرامر دمقدمې په پای کې چاپ کړې ده .

      اما د راورټي دمنول اف پښتود دوهمي برخې په پای  کې یو څو پښتو بیتونه له انګرېزي ترجمې سره راغلي دي .دکتاب درېیمه برخه لغت نامه ده .دلته انګرېزي کلمات د الفبا په ترتیب ثبت اوپه پښتو ترجمه شوي دي .

       دپښتو د تاریخ په باره کې د راورټي ډېر مهم کار د ده هغه اثر ښکاري، چې عنوان يې د افغانانو تاریخ اوهیواد دی .څرنګه چې د ډکشنري افنشنل بیاګرافي د درویشتم ټوک په یوسلوپنځه شپېتم ۱۶۵ مخ کې لیکل شوي دي، راورټي د دې اثرمواد په مرور دزمان راټول کړي وو اود مرګ په شپو اوورځو کې يې په دې پیل کړی وه چې تصنیف اوترتیب يې کړي .

      خوکومې لیکنې، چې د راورټي د حیات او اثارو په باره کې شوي او موږ لوستلې دي متاسفانه په هغوکې دا نه دي ویل شوي، چې د راورټي دغه اثرپه نهایت کې څه شو اوچېري دی .

ځکه نودلته تردې نه زیات څه نه شو پرې ویلی.

      دپښتوپه باره کې دراورټي یوبل اثر هغه یولوی مضمون دی ، چې په کال ۱۸۵۴کې دبنګال د شاهنشاهي آسیایي ټولنې په مجله کې له ۵۵۱ نه تر۵۸۹ مخ پورې خپورشوی دی.دا مضمون ، چې عنوان یې د افغانانو دا صل او نسب په باره کې ځیني تبصیرې دي ټول اته دېرش مخه دی .دامضمون یوکال وروسته یعني په ۱۸۵۵ کې د راورټي د پښتو ګرامر دمقدمې په توګه خپورشو.

       اما د پښتنواو دهغوی دملک په باره کې د راورټي ترټولو نه مهم او ډېر پنډ نشرشوی اثر هغه دی، چې د افغانستان اوبلوچستان په باره کې یاد داښتونه نومېږي ،دا کتاب چې اصلي متن يې یو باندي اووسوه مخه دی او په پای کې يې څلوردېرش مخه د نومونو فهرست راغلی دی لومړی په ۱۸۷۸ کال کې په لندن کې او بیا ليږڅه باندې یوه پېړۍ یعني په ۱۹۷۶ کال کې په بلوچستان کې خپورشوی دی.

      د کتاب اوله برخه ټوله نه ویشت مخه ده.دبلوڅانو د تاریخي سابقې د دېره جاتو دبلوچو قبایلو د اجتماعي اوسیاسي حالاتواودهغه ملک دوضع دڅرنګوالي په باره کې ده.دکتاب پاتې څلوربرخي یعني ۶۷۲ مخه ټول دپښتنو او دهغوی دملک په باره کې دي.

       په کتاب کې ټولي یوسل اوڅلور ۱۰۴ لاري څېړل شوي اوترټولو نه وروستۍ لار چې مولف پرې غږېدلی  هغه د کابل-کندهارلاره ده .اما کومه قبیله اوسیمه چې مولف د کتاب تر ټولونه وروستۍ برخه کې څېړلي هغه د وردګو قبیله اودهغو منطقه ده چې دکابل-کندهار دلاري شاوخواته واقع دی.

او همدارنګه د  راورټي دپورتنيو اثارو سربېره يو بل اثر چې غزنين نومېږي  درپېژنو .

         دغه کتاب چې  د ډاکټر احمد نبي خان په همت په ۱۹۹۴م کال کې خپور شوی دی په دغه نامه د راورټي په اثارو کې چا څه نه وو  ويلي  دغه کتاب چې ۲۲۱ مخه لري  دلاهور د (سنګي مېل  پبليکش ) خپور کړی دی. راورټي په دغه کتاب يوه سريزه لري ،چې په هغې کې دغزني په نامه دليکل شويو پاڼو،  د هغه  دنامه  ريښې او  لنډې تاريخچې په باب دوه مخه  يادونه راغلې ده، ورپسې  دسيمې جيوپوليټکل سروې بيان سوې ده ، په دې برخه کې دساماني  واکمنانو ، غزنوي پاچهۍ ، شنسباني اشغال ، خوارزم  شاهي حکمراني ، مغولي واکمنۍ او دصفويانو  او افغانانو  په وخت کېدغزنين تاريخچه په مفصله توګه بيان سوې ده  او ښه زيات لمن  ليکونه ورباندې زيات شوي دي  چې د کار وړ مواد لري .

      تردې وروسته په دوهم فصل کې د(غزني دبرم) په نامه څرګندوني لري،چې له لرغوني زمانې څخه بيا د ليکوونکې تر عصره  پورې دغزني ښار په پېژندنه کې يې موجز بيان  کړی دی او ښې زياتي حاشې يې هم ورباندې کښلې دي . په درېيمه برخه کې ( له غزني څخه بيا تر کندهاره پورې دلاري او شاوخوا سيمو ) په باب مفصلې او هر اړخيزې څرګندونې راوړي دي چې له حاشيو سره ټول يو اويا ۷۱ مخه کېږي .

     څلورم فصل  دپښتنو د غلجي  قبيلې او متوزيو په باب د عنعنوي او  افسانوي روايتو پر بنا بيانونه لري . دکتاب پنځمه  وروستۍ برخه  دسهاکو ،اندړو   او تره کو معرفی ته وقف شوېده . د  دغو  قبيلو د اصل و منشأ په برخه کې يې بيا هم عنعنوي روايتونه را  اخيستي خو په څنګ کې  يې  ځينې اعداد  و   ارقام  و احصايې ورکړې دي ،چې په زړه پورې او  کار امد مطالب دي . دکتاب په پای کې دسړيو  او ځايو  نومونه  د  انډيکس په شکل ورسره مل سوي دي .

اخځليکونه:

۱ـ     تږی ،پوهاند دوکتور حبيب الله ، دمشرق په اسمان کې دمغرب ستوري ،خپرندوی ،د افغانستان  دکلتوري  ودې ټولنه   چاپ نېټه ۱۳۵۸ل

۲ـ   رشاد، علامه اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور، په ګلشن روه کې دبابوجان منتخبات نثر نه دي   خپرندوی ، علامه رشاد اکاديمي کندهار ـ افغانستان  چاپ نېټه۱۳۸۵ل

۳ـ    هوتک، محمد معصوم  ، کچکول ، دمقالو مجموعه ، لومړی ټوک

 ۴ـ   هوتک، محمد معصوم ، پښتو متون سمېدل غواړي ، لومړی ټوک

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *