تاند- مشهور ساینسپوه سټیون هاوکینګ باور لري چې تر ۲۶۰۰ م کال پورې به مځکه د اور پر یوې ګولۍ بدله شي، نو انسان باید د یوې بلې سیارې په لټه کې واوسي چې ژوند پکې ممکن وي.
ستر فزیکپوه هاوکینګ تر دې پخوا هم په نورو سیارو کې د ژوند د امکاناتو لپاره د هلوځلو غوښتنه کړې وه.
د سي این این د راپور له مخې، هاوکینګ وايي، مځکه به د انسانانو له لاسه تر ۲۶۰۰ م کال پورې په اور بدله شي.
ده چې د ویدیو کنفرانس له لارې د پیکینګ یوې علمي غونډې ته وینا کوله، وویل، د انسانانو د نفوسو زیاتېدل او له انرژۍ څخه زیات کار اخیستل، د دې سبب کېږي چې مځکه له ژوند کولو ووځي.
له همدې کبله تر ۲۶۰۰ م کال پورې مځکه د اور پر یوې ګولۍ بدلېږي.
هاوکینګ وايی، انسانانو ته پکار ده چې د ژوند د دوام لپاره په داسې سیارو پسې وګرځي چې هلته ژوند ممکن وي.
هاوکینګ په خپله په هغه پروژه کې بوخت دی چې د یوې چټکې فضابېړۍ د جوړولو هڅه کوي.
بریک ترو سټار شاټ (Breakthrough Starshot) پروژه د داسې ستوربېړۍ پر جوړولو کار کوي چې تر نور چټکه وي او په الفا سنټاوري نظام کې د ژوند کولو وړ ستورو د موندلو وړتیا لري.
هاوکینګ وايي، دا ډول سیستم په څه کم یو ساعت کې مریخ ته رسېږي او په نژدې ۲۰ کلونو کې الفا سنټاوري (Alpha Santouri) ته رسېږي.الفا سنټاوري شمسي نظام ته د ستورو تر ټولو نژدې نظام دی. د ستورو دا نظام له مځکې ۴ اعشاریه ۳۷ نوري کاله لېري دی.