هاوکینګ

تاند- نامتو ساینسپوه سټیون هاوکینګ (Stephen Hawking) د مصنوعي ذکاوت په اړه انسانانو ته خبرداری ورکوي او اټکل کوي چې مصنوعي ذکاوت به د انسانانو ځای ونیسي.

سټیون هاوکینګ دا خبرداری په داسې حال کې ورکړ چې مصنوعي ذکاوت یا ارټیفیشل انټلیجنس (Artificial intelligence) ورځ په ورځ پرمختنګ کوي.

هاوکینګ له ویرډ خپرونې سره په یوه مرکه کې وویل، مصنوعي ذکاوت به په لنډ وخت کې دومره وده وکړي چې د ژوند یو نوی ډول به رامنځته کړي چې تر انسانانو به پرمختللی وي.

هاوکینګ باوري دی چې مصنوعي ذکاوت د انسان ځای نیسي خو په دې اړه لا څه نه وايي چې دقیقاً کله به داسې وشي.

ده وویل، له دې بېرېږي چې مصنوعي ذکاوت به کاملاً د انسان ځای نیوونکی شي؛ هماغه راز چې ځینې د کمپیوټر ویروس جوړوي، نور به مصنوعي ذکاوت جوړ کړي چې خپل کارونه اسانه کړي او ارتقاع ورکړي. دا ډول ژوند به تر انسان وړاندې شي.


د مصنوعي ذکاوت په اړه نور وارئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *