تاند، پنجشنبه، د حوت ۱۵مه: هاګ یا نړیوالې جنایي محکمې پرېکړه کړې، چې د افغانستان شخړه کې د امریکا او نورو له خوا د ادعا شویو جنګي جرمونو څېړنه پیلېدای شي.
په ۲۰۱۶ کال کې هم د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوالانو په افغانستان کې د ۲۰۰۳ کال وروسته د احتمالي جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په اړه د لومړنیو څېړنو پیلېدو ته اجازه ورکړې وه او په ۲۰۱۷ کال د دغې محکمې لویې څارنوالې فتوا بینسودا له قاضیانو وغوښتل چې اجازه ورکړي چې په دې اړه بشپړه رسمي څېړنه پیل شي، مګر دغې محکمې د څېړنې د رسمي پیلېدو لپاره تېر کال د لویې څارنوالې فاتو بینسودا غوښتنه چې واشنګټن ورسره سخت مخالفت کړی و ردکړې وه.
بینسودا له هغې وروسته هم په دې نظر وه چې څیړنه باید پیل شي ځکه د هغې په اند دا به یواځې پر وسلهوالو طالبانو او د افغانستان د حکومت پر پرسونل پورې محدوده نه وي بلکه په دې هيواد کې د امریکایي ځواکونو او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې په ګډون نړیوال ځواکونه به هم په بر کې نیسي.
مګر هغه مهال د دې محکمې قاضیانو ویل چې ښایي په دې څيړنې سره عدالت تأمین نشي او محکمې ته پکارده پر داسې قضیو تمرکز وکړي چې د بري چانس یې زیات وي.
اوس هم که چېرې لویه څارنواله مېرمن بینسودا هم نن دغه قضیه وبایلي هغه کولای چې په دې اړه د د نویو شواهدو په څرګندېدو سره بیا ورته څېړنې د پیلېدو غوښتنه وکړي.