د جزا نړيوالې محکمې يا هاګ پر افغان حکومت غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې د دوستم او ايشچي قضيه حل و فصل کړي او که يې تر وس لوړه خبره وي، نو دوی ته دې يې وسپاري.

تاند ته باوري سرچينو ويلي دي چې ولسمشر دا مهال پر دې فکر کوي چې د دوستم او ايشچي قضيه، همدلته پرېږدي، که يې هاګ ته وسپاري.

ها خوا بيا ستر جنرال عبدالرشيد دوستم هڅې پيل کړې دي چې هاګ ته د ده د قضيې د احتمالي سپارلو مخه ونيسي.

دوستم په جوزجان او سرپل کې لاريونونه راايستلي او غواړي په دې توګه پر ولسمشر فشار راوړي چې قضيه هاګ ته و نه سپاري.

ځينو سرچينو تاند ته ويلي دي چې دوستم د خپل دفتر رييس حاجي هاشم، د جوزجان امنيه قوماندان او د دغه ولايت د امنيت رييس ته هم دندې سپارلې دي چې د ازبکو د حق د تر لاسه کولو په نوم خلک وپاروي چې لاريونونه وکړي او په دې توګه هاګ ته د قضيې د سپارلو مخه ونيسي.

خو بل پلو بيا ايشچي او د هغه ملاتړي ازبک هڅې کوي چې دغه قضيه يو طرفه شي او دوستم ته سزا ورکول شي.

څه موده وړاندې ايشچي ادعا کړې وه چې دوستم ورباندې جنسي تېری کړی، خو دوستم يې دغه خبرې بې اساسه بللې وې.

One thought on “هاګ له حکومته غوښتي چې د دوستم قضيه يو طرفه کړي”
  1. که بله لار نه لري نو دوستم او د هغوی باډیګاردان د ایشچي ته بالمثل عمل لپاره راضی شی ، هرڅه به سم شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *