له چمن څخه مي په داسي حال کي هجرتي رخصت واخيست چي په کوګل کي مي د سوز او فغان اوښکلن باران پر اورېدو وو، يؤ څوک چي په کومه سيمه کي زېږېدلی وي خامپوڅي يې ورپکي کړي وي، ورپکي ځوان سوی وي او بيا له هغې سيمي څخه زړۀ نا زړۀ د کورنۍ په شمول کوچيږي دا په رښتياهم ستونزمن او تريخ حالت وي د تارېخ جبر هغه څه هم راباندي وليدل کوم څه چئ په ظاهره څه په خوب کئ مي لا تر اوسه نه وه ليدلي خو بلآخره په ظاهره يې راباندي وليدل، نه پوهېږم چي خوب وينم که څه؟ د اقتصادي کمزورۍ له آمله مي د چمن پراخه او ښايسته مېنه د مجبورۍ له توري مخې پوروړي ته په پور کي ورکړه، د ډسمبر پر ۳۰مه نېټه له چمن څخه و کوټي ته را کډه سو، کله ناکله انسان په خوښيو او ښو حالاتو کي و خپل ځان ته له خالق ج څخه اوږد ژوند غواړي او کله کله بيا خبره برعکس سي زه نن سبا د دويمي خبري پلوی سوی يم
او بله لا داچي سړی چي کله په اقتصادي لحاظ ولوېږي نو بيا په ډېره ښه توګه د کره او کوټه عزيزانو او دوستانو توپير کولای سي ، دغه توپير زما په آند تر هغو نسي کېدلای تر څو چي يؤ چا د ضعيف اقتصاد څکه پخپله نه وي کړې ځکه نو ويل کيږي چي مځکه هغه سوځي چي اور پر بل وي
په تېرو ورځو کي د کوټي په ښار کي بېلابېل شناخته په تصادفي ډول په بېلابيلو ورځو کي په مخه راغلي دي د روغبړ او پوښتني ګروېږني وروسته يې ماښام و کور ته د تګ ټينګ ستونه راته کړي دي او دا هم راته وايي له چمن څخه ميلمه راغلی يې راخه بانډار به سره وکړو ، زما پر خله په ناڅاپي ډول دا خبره ورته راسي ، چي ماښام له بل نژدې ملګري سره قولي يم
تر اوسه مي پر خله دا نه ورته راځي چي زه ورته ووايم موږ کوټي له په کډه راغلي يو نه پوهېږم چي ولي؟
په درنښت
عادل اڅکزی
کويټه
۱۹جنوري ۲۰۱۵ميلادي کال
د شپې پنځه بالا دوولس بجې