تاند(دوشنبه، د قوس ۱۱) یو افغان چارواکی وايي چې یوه وسله وال سړي نن په کابل کې د ملي امنیت د ریاست د کارکوونکو پر موټر ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې دوه تنه ووژل شول او ۳ نور ژوبل شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي پېښه تایید کړه، ویې ویل چې پولیس په هغه حمله کوونکي پسې ګرځي چې نن سهار یې دا برید وکړ.
رحیمي همداراز وویل چې پولیسو د ښار په ختیځ کې ۹ امنیتي حوزه محاصره کړې او د حمله کوونکي د موندلو لپاره یې لټون پیل کړی دی.
ویل شوي چې وژل شوي او ټپیان د افغانستان د استخباراتي اداري (ملي امنیت) کارکوونکي دي.
تر دې مخکې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی فردوس فرامرز ویلي و چې دا پېښه نن سهار اووه نیمې بجې شوې چې له کبله یې دوه امنیتي سرتېري وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو دا ډول بریدونه طالبان او داعش کوي.