تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱ مه: په هرات کي د انټرنیټ یوه خدماتي تدریسي داسې طرحه جوړه کړې چې له مخې یې زده کونکي او محصلین کولای شي په الکترونیکي ډول وړیا زده کړې وکړي.

د طرحې مخې ټول تدریسي مواد په یوه ویب سایټ کي ایښودل شوي چې زده کونکي ترې په وړیا او انلاین شکل زده کړه کولای شي او انټرنیټ ورته د (رها) نیټ په نوم یو خدماتي شرکت وړیا وړاندې کوي.

په هیواد کې د کرونا ویروس د خپریدو سره سم د زده کړو بهیر ټکنی شوی، اوس یو شمیر کمپنۍ هڅه کوي چې په الکترونیکي ډول که څه هم ټولو ته نه خو یو تعداد کسانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي.

په هرات کې د (رها) نیټ په نوم د انټرنیټي خدمتونو د یوه شرکت مسؤل سعید آرمان وايي، داسي یوه طرحه یې په کار اچولې چي پراساس یې زده کونکي او د پوهنتون محصلین په آنلاین ډول کولای شي خپلې زده کړې تعقیب کړي.

آرمان همداراز وايي، هرهغه څوک چې له دې طرحې څخه ګټه اخلۍ دوی ورته په وړیا ډول د انټرنیټ خدمات وړاندې کوي: (دا طرحه د اوس لپاره د هغه ولایتونو په خدمت کي ورکوو چې موږ هلته خدمات لرو لکه کابل، مزار شریف هرات او بادغیس او هڅه مو داده چې ډیر ژر د مخابراتي شبکو له لارې دا سایټ په ټولو برخو کې اضافه کړو. هغه وړیا دی او هرڅوک د دې سایټ څخه زده کړه کولای شي)

دا طرحه تر ډیره حده د هرات د پوهنې د ریاست له تاوده هر کلي سره مخامخ شوې ده.

د هرات د معارف ریس ذکریا رحیمي وايي، د ټلویزیونو ترڅنګ دغه طرحه د زده کړو بهیر تر یو حده پورې را ژوندی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ننګرهار، خوست، کابل، هرات او مزار شریف اوسمهال د تلویزوني زده کړو سیستم نه په استفاده زده کوونکو ته تدریس رسوي.

خو ځینې پوهنتونونه د وټس اپ، زوم اپلیکیشن، سکایپ او تلیفون له لارې زده کوونکو ته درسي مواد رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *