تاند، سه شنبه، د دلوې ۱۵مه: ملي دفاع وزارت وايي، تېره ورځ ورته په غور او هرات کې ۵۹ طالب وسله وال له خپلو قومندانانو سره تسلیم شوي چې په دې سره دغو ولایتونو کې د تسلیم شویو طالبانو شمېر ۴ سوه تنو ته ورسېد.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی تاند ته وايي، په دغو دوه ولایتونو کې یې عملیات روان دي او طالبان له ډېرې مجبورۍ افغان ځواکونو ته له څه مودې راهیسې تسلیمۍ ورکوي.

د هغه په خبره تېره ورځ هم د غور په شهرک او د هرات په چشت شریف کې ورته ۵۹ طالبان تسلیم شوي دي: ((ملا ناصر له ۲۰ وسله والو او ملا صلاح الدین له ۳۱ وسله والو سره د غور شهرک ولسوالۍ په جام سیمه کې تسلیم شوی، خو عبدالاحد بیا له اتو وسله والو سره د هرات چشت سریف په دره تخت کې افغان ځواکونو ته تسلیمي ورکړې ده.))

دا په داسې حال کې ده چې په غور او هرات کې د طالبانو پر ضد د هرات قول اردو پراخ عملیات روان دي او افغان ځواکونه په کې د لاسته راوړنو خبره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *