تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ: وروسته له هغې چې تېره ورځ د هرات د کورونا تشخیصیه لابراتوار د دویم ځل لپاره د وسایلو د نشتوالي په بهانه وتړل شو، اوس د روغتیا وزارت یوه باوري سرچینه تاند ته وايي، هرات ته له کورونا سره د مبارزې لپاره استول شوې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ بودیجه ورکه ده.

دغه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وايي، تر دې دمه ولسمشرۍ ماڼۍ هرات ته ۴۰۰ میلیونه او د عامې روغتیا وزارت شاوخوا سل میلیونه افغانۍ بودیجه ورکړې ده تر څو ځايي چارواکي پرې خپل روغتیايي امکانات برابر کړي خو تر اوسه له شاوخوا ۳۰۰ چپرکټونو پرته هرات کې د کورونا د ناروغانو درملنې لپاره هیڅ نه دي اخیستل شوي.

سرچینه وايي، وزارت پلټنه کوي چې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ په هرات کې چېرته مصرف شوې دي؟

سرچینه زیاتوي، د هرات پخواني والي قیوم رحیمي، د هرات مستوفیت او د عامې روغتیا اوسني رئیس عبدالحکیم تمنا څخه یې څو ځلې راپور غوښتی دی مګر په ځواب کې ورته فقط ویل شوي دي چې رالېږل شوې پیسې د کورونا پر ضد مبارزه کې لګول شوې دي: (( دوی موږ ته فقط شفاهي راپور راکوي چې پيسې مصرف شوې دي، خو معلومه نه ده چې چېرته مصرف شوې دي؟ حال دا چې مرکز کابل نه هم هرات ته پنځه شپږ محمولې طبي توکي، تجهیزات، درمل او وسایل استول شوي او دا یې حق نه و، ځکه دوی ته موږ ډېرې پیسې ورکړې دي.))

د دغې سرچینې په وینا وزارت په دې اړه مجبور شوی دی چې پخپله پلټنه وکړي او د دوی په لومړنیو پلټنو کې ښکاري چې د هرات د عامې روغتیا ریاست د کورونا ناروغانو د درملنې مرکزونو ته تر ۳۰۰ زیات چپرکټونه اخیستل شوي چې په بازار کې د یو چپرکټ بیه ۶ زره افغانۍ ده، خو د هرات عامې روغتیا ریاست د یو چپرکټ بیه ۱۶ زره افغانۍ حساب کړې ده.

سرچینه وايي، دا مهال په هرات کې ګڼ ناروغان په خپلو کورونو کې بستر دي، او اوسمهال یوازې د ۴۰ ناروغانو درملنه په روغتون کې روانه ده، چې د بودیجې د مصرف په اړه یې وزارت ته پوښتنې پيدا کړې دي: (( دوی ته له وزارت څخه زیات تجهیزات استول شوي، په داسې حال کې چې موږ بودیجه ورکړې او په مرکز یې حق نشته، دوی ته مو وظیفه سپارلې وه چې پیسې مو درکړې نور اجرات خپله وکړئ، دوی پر کابل هیڅ حق نه لري، تر اوسه وزارت ته حساب معلوم نه دی چې له ۵۰۰ میلیونه افغانیو زیاتې پيسې چیرته مصرف شوې دي؟))

دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ په هرات کې ۴۱ ډاکټران د وسایلو د کموالي له کبله په کورونا اخته دي، همدا راز د تاند پلټنې ښيي چې یوازې ۴۰ تنه د هرات په تجریدي مرکز کې بستر دي او ولایتي ادارې تر اوسه په ۹ ولسوالیو کې ۱۸۰ بسترونه او په ښار کې له ۱۰۰ څخه پورته بسترونه د کورونا ناروغانو ته چمتو کړي دي.

همدا راز د غور، فراه او بادغیس چارواکي شکایت کوي چې د هرات ولایت تشخیصیه لابراتوار ورسره همکاري نه کوي او د کورونا د مشکوکو پېښو نتایج ورته په اوونیو هم نه وايي.

په همدې حال کې بوږنوونکې دا ده چې د کورونا لپاره په هرات کې په ۲۱ ورځو کې چټک جوړ شوی روغتون د پرانیستې د دوه ا وونیو په پوره کېدو لا هم وسایل نلري.

په دغه ولایت کې که څه هم چارواکي ۵۰ زره بې وزلو کورنیو ته د مرستو لړیو د پیل خبر ورکوي، مګر ګڼ خلک شکایت کوي چې مرستې ورته نه دي رسېدلي.

د یادونې ده چې تېره ورځ په رسنیو کې د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست اړوند هغو پيشنهادونو غبرګونونه راپارولي وو چې چارواکو د قرنطین یو مرکز ته یو ترموز په پنځه زره افغانۍ حساب کړی و.

ولسمشر په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت صلاحیتونه زیات کړي دي او د پیسو په لګولو کې یې مټ خلاص شوی دی، خو شکایتونه دا دي چې دا وزارت د خپلو مصارفو په اړه شفافیت او حساب نلري.

One thought on “هرات ته له کورونا سره د مبارزې لپاره استول شوې ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ورکې دي”
  1. دا بی تعهده ، او حساب نه ورکوونکی رئیسان په وزارت صحت عامه کی په مرکز اوولایاتو کی د چا دخوا مقرر شوی ؟ واضحه ده چه دا مقرری او تعینات د وزیر صحت عامی د موافقی او ارزیابی په اساس په مرکز اوولایاتو کی تر سره شوی او ترسره کیژی . البته ددغه رئیسانو د گمارنی نه وروسته د وزارت رهبری باید د هغوی دکار کیفیت او شفافیت د څرنگوالی نه هم مسلسل خبرتیا ولری ، او دوزارت رهبری باید په دی با خبره وی چه د صحی سیسټم په کومه مرکزی اوولایتی برخو کی فساد دی ، ضعف او غفلت دی ، چه باید په وخت ورته قانونی رسیدګی وشی ، په داسی حال کی چه په دی هکله دوزارت رهبری ۵-۶ کاله بی تفاوته وی ، نو ملت قضاوت کولای شی چه ددی معنی څه ده ؟ نو باید ولسمشر په دی هکله باید د وزارت صحت عامی د رهبری په مورد کی د یوه واضح او مثبت تغیر تصمیم ونیسی ، دا که نن ۵۰۰ میلیونه افغانی لادرکه کیژی ، او یا دا چه دیوه ترموزد خریداری بیل ۵۰۰۰ افغانی جوړوی اود یوه بستر چپرکت د مریض د پاره بیل ۳۲۰۰ افغانی حسابوی ، او رسنی ددی فساد نه خبریژی او وزیرلا هم د خپلی اداری نه نا خبره دی ، نو دا خو د دیوه بیوزلی ملت د بیت المال د چور او چپاول په معنی دی ، او ددی کار خطر د تروریسم د خطر نه هم زیات دی . .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *