تاند، پنجشنبه، د جدي ۱۲ مه: د هرات د انجینرۍ پوهنځي فارغانو د خپل فراغت د جشن په پیسو د یوې معلولې جوړې د واده مراسم نیولي دي.

فارغان وايي، دغې معلولې جوړې د واده پیسې نه لرلې او دوی خپل فراغت ته بېلې کړې پیسې سره یو ځای کړي، د دوی واده یې پرې برابر کړی او خپل فراغت یې هم ورسره نمانځلی دی.

د واده زوم جواد وايي، خوشاله دی چې د هرات خلک یو معلول ته د بې وسه په سترګه نه ګوري بلکې عزت یې کوي.

نوموړی وايي، د هرات د انجینرۍ پوهنځي فارغانو ورته نه یوازې د واده مراسم نیولي بلکې د کور ټول سامانونه او امکانات یې هم ورته پېرلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د فراغت پر جشنونو او مراسمو په دې وروستیو کې نیوکې زیاتې شوې دي او ویل کېږي چې محصلین نه باید په دغسې مراسمو لوړ مصارف او لګښتونه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *