تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۹مه: د هرات غوریانو کې د دغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ملا ادریس له خپلو شپږو ملګرو سره یو ځای په یو هوايي برید کې وژل شوی دی.

د هرات امنیه قومندان امین الله امرخېل تاند ته وویل، ملا ادریس په ګلران، کهسان، کشک کهنه او کشک رباط سنګي ولسوالیو کې د تروریستي بریدونو مسوولیت پر غاړه درلوده چې تېره شپه په هوايي بمبار کې له خپلو ۶ ملګرو سره وژل شوی دی: (( دغه کس په غربي ولسوالیو کې د بریښنا پایې هم الوځولې، د وژنې دقیق ځای یې د غوریان ولسوالۍ د چاه لیر سیمه ده.))

ښاغلي امرخېل زیاته کړه، دغه طالب ولسوال د دولتي کارمندانو د ترور پېښو کې هم لاس درلود.

دا په وروستیو څو ورځو کې څویم طالب مهم چارواکی دی چې د افغان ځواکونو له لوري وژل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *