تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: د هرات ښاروالي وايي، د تنظیف د برخې یو کارمند یې ۳۰۰ زره افغانۍ پيدا کړې او دوی ته له اطلاع ورکولو وروسته یې په پوره امانتدارۍ خپل خاوند ته وسپارلې.

د هرات ښاروالي وايي، وايي د تنظیف کارمند یې دا پيسې په یوه کثافت دانۍ کې موندلې وې، خو لا معلومه نه ده چې څرنګه دا پيسې په کثافت دانۍ کې غورځول شوې وې؟

خو وايي، دا پيسې د تنظیف د دغه کارمند لخوا د هرات ښاروالۍ د سرپرستې مینا نادري او د هرات د پنځمې ناحیې د ګذر د وکیلانو په حضور کې اصلي خاوند ته د دغه کارمند لخوا تسلیم شوې.

د تنظیف کارمندان چې ډېر کم معاش لري، اکثره مهال د کورنیو د اړتیاو پوره کولو لپاره په خپله سوال ته اړ کېږي، خو دا نادره پېښه ده چې یو بې وزله د تنظیف کارمند ۳۰۰ زره افغانۍ په پوره امانت دارۍ له موندلو وروسته اصلي خاوند ته سپاري.

One thought on “هرات: د ښاروالۍ د تنظیف یو بې وزله کارمند ۳ لکه موندلې افغانۍ خپل خاوند ته وسپارلې”
  1. دېته وائی رښتینی تنظیف
    د کثافت دانی څخه ئی هغه څه را وایستل کوم چی باید هلته نه وای
    او
    هغه څه ئې کثافت دانی ته ور واچول کوم چه هلته باید وی
    پدې کار ئې د خپل وجدان او ایمان سلامتی بیمه کړای سوای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *