تاند، جمعه، د اسد ۱۱مه: د هرات چارواکي په دغه ولایت کې له دوه ورځو راهیسې د طالبانو د خپلمنځي جګړو له کبله د ۳۰ طالب وسله والو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.
د هرات د والي له دفتره تاند ته په را استولې خبرپاڼه کې ویل شوی، د پنجشنبې له شپې راهیسې د ملا صمد او ملا ننګیالي ډلې د شینډنډ په چارمحل او خیفان سیمو کې نښتې وې چې د جمعې تر شپې پورې یې جګړه روانه وه.
د هرات د والي دفتر د دغې نښتې معلومات له پېښې شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته خپاره کړي او زیاته کړې یې ده چې نښته کې د ملا صمد د ډلې ۲۱ جنګیالیو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د ملا ننګیالي د ډلې ایله ۹ وسله وال مړه او ټپیان دي.))
پرون داسې راپورونه خپاره شول چې د دواړو ډلو په خپلمنځي نښته کې یو توغندی پر ولسي کور لګېدلی چې دري ښځې او یو ماشوم په کې وژل شوی او یو ماشوم، دوه ميرمنې په کې ټپي شوې دي.
په شینډنډ کې د ملا ننګیالي او ملا صمد ډلې له دوه کالو راهیسې یو تر بله وخت ناوخت نښتې کوي او یو بل ته مرګ ژوبله اړوي.
دا نښتې او اختلافات له هغې وروسته پيل شول چې دواړو قومندانانو د ملا عمر د مرګ له خبر وروسته د نوي رهبر پر سر یو تر بله ناندرۍ پیدا کړې.
ملا ننګیالی د ملا رسول کلک پلوي دی او ملا صمت بیا د ملا اختر محمد منصور او اوس د ملا هبت الله د ډلې کس ځان شمېري.