تاند، چهار شنبه، د دلوې ۱۶مه: د هرات ولایت په اوبې ولسوالۍ کې دوه طالب ځايي سرګروپان او ملایان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تاند ته دغه پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه ملا کامران او ملا منیر غوښتل چې امنیتي ځواکونو په لاره کې ماین کېږدي چې په همدې وخت کې یې پرې چاودنه کړې ده او دواړه ځای پر ځای وژل شوي دي.
نوموړی وايي، دغه طالبان د ملا نسیم مبارز د ډلې غړي وو او د اوبې ولسوالۍ په شاینان کلي کې یې افغان ځواکونو ته ماینونه ځای پر ځای کول.
طالبانو په دې تړاو لا څه نه دي ویلي، خو په هرات ولایت کې له څو ورځو راهیسې پراخ پوځي عملیات پیل شوي دي چې افغان حکومت په کې د ګڼو طالبانو د تسلیمېدو خبر هم ورکړی دی.