هرات کې د سوله ییزې څرګندونې لپاره د ځوانانو ګرافیتي کمپاین پیل شو

هرات/ جولای ۷مه/ ۲۰۱۵

په هرات ولایت کې د هندارې موسسې لخوا، هنر د سوله ييزې څرګندونې لپاره تر نامه لاندې د ځوانانو ګرافیتي کمپاین پيل شو، چې په پایله کې به يې ۶۰ کسان د سوله ييز ذهنیت د ترویج په موخه وروزل شي.

دغه پروګرام نن سه شنبه، د ۲۰۱۵  کال د جولای پر ۷مه نېټه له هرات ښار څخه پيل شو، چې نظري زده کړې او عملي کار به يې دوه نيمي میاشتې وخت ونیسي.

د دغه پروګرام مسوول علی محمد سباوون رسنيو ته وویل، چې د دغه پروګرام نظري زده کړې به شپږ ورځې په هرات ښار او پنځلس ورځې به د هرات په دوه ولسوالیو، انجیل او ګذره ولسوالیو کې ترسره شي او پاتې نور وخت به د پروګرام ګډونکونکي د سولې د ترويج په موخه په یادو سيمو کې په عملي ډول پر ديوالونو رسمونه وباسي او ګرافیتي کمپاین به کوي.

هغه زياته کړه چې د دې پروګرام په ترڅ کې په يادو دوه ولسوالیو کې ټولټال ۷۲ رسمونه کښل کیږي.

نوموړي همدا راز وويل، چې له دې پروګرام څخه د دوی موخه د ځوانانو ترمنځ د سوله ييز ذهنيت خپرول، سولې او ډيموکراسۍ ته وده ورکول، په دولتي چارو کې د ځوانانو ونډه اخيستنه او د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه ده.

د دغې لړۍ یوې تنې ګډونکونکې الناز عظیمي په خپلو خبرو کې وويل، چې خوښ دی چې د سولې د ترويج په موخه يې په ياد پروګرام کې ګډون کړی دی.

هغې زياته کړه، چې خلک د سولې ليواله دي او په دې برخه کې هر ډول ګام د خلکو له تود هر کلي سره مخ کېږي.

الناز وړاندې وويل، چې له دې مخکې يې د ګرافیتي هنر په اړه ابتدايي مالومات درلودل خو د دې پروګرام په ترڅ کې به په نظري او عملي ‌‌ډول زده کړې کوي.

د يادونې وړ ده چې دغه لړۍ د هندارې موسسې لخوا هم مهاله په بلخ ولایت کې هم پيل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *