Ira

تاند، پنجشنبه، د دلوې ۳مه: په هرات کې تېره شپه د یو باروړونکي او کرولا موټر د ټکر له امله پنځه کسان وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تاند ته پېښه تایید کړه او وايي، دا حادثه د هرات- اسلام کلا پر لویه لار تېره شپه رامنځته شوې ده چې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان په کې وژل شوي دي.

نوموړی وايي، د پيښې د قربانیانو جسدونه حوزوي روغتون ته رسول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستي راپورونه وايي، په افغانستان کې له ماینونو او ځانمرګو بریدونو وروسته تر ټولو زیات کسان په ترافیکي پېښو کې مري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *