تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: افغان حکومت په هرات کې د ملي ځواکونو د قربانیانو په کورنیو ۱۰۰ کورونه وېشي.

د هرات ولایت مقام څخه تاند ته په راغلې خبرپاڼه کې د دې ولایت د والي عبدالقیوم رحیمي له قوله راغلي دي چې د اوسېدودا کورونه او نومرې به د ولسمشر د فرمان او د کابینې د پرېکړې له مخې په هرات کې وویشل شي.

ښاغلي رحیمي ویلي، دا به د ملي ځواکونو د قربانیو کوچنۍ بدله وي چې اړوند کمېسیون یې باید ژر تر ژره چارې مخته یوسي.

بلخوا د هرات د کډوالو ریاست هم په دې تړاو د چارو چټکتیا ته چمتووالی ښودلی دی.

مسوولان وايي، په هرات کې د سعادت په نوم د ۳۰۰۰ کورونو یو ښارګوټی جوړېږي چې ۲۰ میلیونه ډالر ارزښت پرې راځي او ۱۰۰۰ کورونه به یې د افغان ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته ورکړل شي.

دا په هرات کې لومړی ځل دی چې د ملي ځواکونو د قربانیانو په کورنیو ۱۰۰۰ کورونه ویشل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *