تاند، سه شنبه، د حوت ۶مه: د هرات روغتيايي چارواكي په دې ولايت كې د كرونا ويروس د څلورو نویو شكمنو پېښو د ثبت خبر وركوي.

په هرات كې له ياد ويروس سره د مبارزې لپاره د عامه پوهاوي وركولو كمېټې مسوول نذير احمد دهګان وایي، دغه ولایت کې وړمه ورځ د كورونا ويروس درې او پرون څلور شكمنې پېښې شوې دي.

د هغه په وينا، د وړمې ورځې په درېيو شكمنو پېښو كې يوازې يوه يې مثبته ثابته شوه.

دا په داسې حال كې ده، چې د عامې روغتيا وزارت په هرات كې بېړنى حالت اعلان كړى او له ټولو هوايي او ځمكنيو ټرانسپورټي شركتونو يې غوښتي، چې دغه ولايت ته تګ راتګ محدود كړي.

د عامې روغتيا وزير فېروزالدين فېروز د دوشنبې په ورځ له رسنيو، ديني عالمانو، مدني ټولنو، ښوونكو او نورو خلكو غوښتنه وكړه، چې په دې اړه د عامه پوهاوي په برخه كې ورسره همكار پاتې شي.

كرونا ويروس، چې لومړى په چين كې را څرګند شو، افغانستان ته یې د ایران له قم ښار نه سرایت وکړ او تر دې مهاله د نړۍ لسګونو هېوادونو ته خپور شوى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *