تاند، چهارشنبه، د عقرب ۲۲مه: د هرات ولایتي چارواکي وايي، له تېر یو کال راهیسې په دغه ولایت کې د ملي امنیت لخوا د ګمرک له ۴۰ زیات کارمندان او مامورین د فساد په جرم لاس په لاس نیول شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تاند ته وايي، په دغو نیول شویو کسانو تور دی چې ۸۷ ټېلر موټر یې د اسلام کلا په ګمرک کې له اصولو خلاف په کمه تعرفه او اجناسو له تشریح پرته له ګمرکي محصول تېر کړي دي، چې په اړه یې کافي اسناد راټول شي او بیا عدلي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.
نوموړی وايي، په دې ۴۰ نیول شویو دولتي کسانو کې د خروجي دروازې مدیر، د پلټنې مامورین، د اجناسو د تشریح مامورین، د ترازو مامورین او ۲۲ کمېشنکاران شامل دي.
د ښاغلي فرهاد په خبره د دغو کسانو په نیول کېدو سره د میلیونونه افغانیو د فرار او فساد مخه نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د مالیې وزارت وايي، په ګمرکونو کې د فساد د مخنیوي لپاره یې نه یوازې د عوایدو الکترونیکي سیسټم جوړ کړی، بلکې ځینې ګمرکي کارمندان یې هم په فساد کې لاس په لاس نیولي دي.