1. تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۹مه: د هرات د سوداګرۍ خونه وايي، سږ کال له پيله تر اوسه د هرات په صنعتي پارک کې ۲۰ نوې فابریکې جوړې شوې دي.

د هرات د سوداګرۍ خونې رئیس حمدالله خادم وايي، دغه کارخانې چې زیاتره یې خوراکي توکي تولیدوي له ۵۰ میلیونه ډالرو څخه زیاتې پیسې پرې راغلې دي.

 ښاغلی خادم وايي، د دغو خوراکي توکو د تولید له کبله هرات اوس تر ډېره خودکفا شوی دی: (( که د هرات د فابریکو پانګه والو ته د برېښنا له پلوه اسانتیاوې برابرې شي د دې احتمال شته چې شل نورې فابریکې هم په دې ولایت کې فعالې شي، تر ټولو لویه ستونزه د برق ده.))

 دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې دا مهال ۳۰۰ فابریکې فعالې دي چې د خوراکي توکو، ودانیزو توکو، لبنیاتو او سنګ مرمرو پروسس او تولید په خپل هېواد کې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *