تاند، چهار شنبه، د اسد ۱۶مه: د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وايي، د دې ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د طالبانو د دوه ډلو تر منځ نښتو کې ۳۴ کسان وژل شوي او۱۳ نور ټبيان دي.
د رحیمي په خبره، دا دوه ډلې د ملا هبت الله او ملا رسول د ډلو د قومندانانو دي چې د ملا عمر له مړینې وروسته یې خپل منځي اختلافات وخت ناوخت په سختو نښتو اوړي.
نوموړی وايي، د طالبانو تر منځ دا نښته له هرات ښار څخه د یو نیم ساعت په واټن د ګذرې ولسوالۍ په غرونو کې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو د دوه ډلو تر منځ د هرات په شینډنډ کې هم نښتې شوې وې چې له کبله یې ملکيانو ته هم تلفات اوښتي وو.