تاند، سه شنبه، د دلوې ۸مه: د هرات په نسايي ولادي روغتون یوې مور ۴ ماشومان په یو ځل زېږولي دي.
د هرات د نسايي ولادي روغتون مشره ډاکټر سعیده وايي، په دغو تالزه زېږېدلو ماشومانو کې ۳ هلکان او یوه نجلۍ ده چې له ۱۲۰۰ ګرامو تر یو نیم کیلو ګرامو پورې وزن لري.
نوموړې وايي، دمګړۍ د ۲ ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی، ځمه نو څلور واړه نوي زېږېدلي ماشومان په عاجل واټ کې تر جدي څار لاندې ساتل کېږي: (( دا ماشومان د مور د رحم د تنګوالي له کبله له وخته مخکې په ۳۰مه اوونۍ کې زېږېدلي، نورمال حد یې باید ۳۸مه اوونۍ وي.))
دا په هرات کې دویم ځل دی چې یوه مور په یو کال کې څلور ګوني ماشومان نړۍ ته راوړي.