تاند، سه شنبه، د جدي ۲۴مه: د هرات مدني فعالان نیوکه کوي چې په دغه ولایت کې یو دیني عالم له قانون او محاکمو څخه په سرغړونه خپله د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په نوم اداره جوړه کړې او غواړي په خپل سر پر خلکو صحرايي محکمې دایرې کړي.
مولوي مجیب الرحمن انصاري د هرات د ګازرګاه جامع جومات امام دی چې څو ورځې وړاندې یې خلکو ته امر کړی و تر څو په ګناه ککړ کسان راونیسي او حکومت ته د سپارلو پر ځای دې حد پرې جاري کړي.
نوموړي تازه یو کمپاین پيل کړی دی او په بیلبورډونو یې لیکلي دي چې بې حجابه مېرمنې د هغوی د میړونو د بې غیرتۍ ښکارندويي کوي.
فعالان اندېښنه ښيي چې دغه ملا په خپل سر کارونه کوي ، له حکومت او د قانون له حاکمیت ښکاره سرغړونه اعلانوي او ځان ورځ تر بلې مشهوروي خو حکومت یې پر وړاندې اقدام نه کوي چې ولې د قانون حاکمیت دی پخپله پر غاړه اخلي؟