تاند، پنجشنبه، د قوس ۷مه: په هرات کې یو ځوان خپله مېرمن، خواښې او اوښی د چاکو په ګوزارونو وهلي او وژلي یې دي.
د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده تاند ته وايي، پېښه نن ماسپښين د هرات ښار په یوولسمه ناحیه کې شوې او قاتل د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
نوموړی وايي، قاتل د کورنۍ شخړې په ترڅ کې د خپلې مېرمنې، خواښې او اوښي تر وژلو وروسته تښتېدلی خو پولیسو یو ساعت وروسته نیولی: (( اقتصادي او کورنۍ ستونزې د پېښې اصلي علت و، قاتل د یوولسمې او اوومې حوزې پولیسو په ګډو هڅو له دوه چاقوګانو سره نیولی دی.))
دا په داسې حال کې ده چې په هرات او د شمال په څو ښارونو کې د کورنیو ستونزو له کبله دا ډول پېښې تر ډیره تر سترګو کېږي.
زه فکر کوم چی داسی خبرونه خپرول خلکو ته رواني ستونزی ډیروي. لطفا د داسی خبرونو له خپرولو نه ډډه وکړئ. مننه