تاند، یکشنبه، د دلوې ۱۳مه: د ملي دفاع وزارت وايي، د هرات د چشت ولسوالۍ په دره تخت سيمه كې ۲۹ وسله وال طالبان افغان ځواكونو ته تسليم شوي دي.
د دې وزارت مرستيال وياند فواد امان وایي، ياد كسان د غور د شهرك ولسوالۍ په مربوطاتو كې پر حكومت ضد تروريستي فعاليتونو بوخت وو.
د نوموړي په خبره، تر دا مهاله د غور په شهرك ولسوالۍ كې ۲۹۲ طالبانو او د هرات په چشت ولسوالۍ كې ۴۸ طالبانو له جګړې لاس اخيستى او ځانونه يې افغان سرتېرو ته سپارلي دي.
وسله والو طالبانو لا په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى