د څلورو لسيزو جګړې، ورانيو او مرګ ژوبلې له زغملو وروسته اوس سوله د ولس په يوازنیۍ هېلې بدله شوې ده.
دا کومه سوله ده چي ولس يې له دومره بې شميره سرښندنو وروسته په هېله شپې ورځې سبا کوي.
دا سوله د افغانانو ترمنځ د ورور وژنې بندول، د خپلواک، يوموټي، پرمختللي او په ديموکرتيکو اصولو پر ستنو د ولاړ افغانستان سوله ده.
په دې ډول هغه سوله چي موږ يې د راتلو په هېله او انتظار يو هغه هر اړخيزه سوله ده چي د ژوند په ټولو برخو کي تفاهم، لورونه، نوښت او بدلونونه له ځان سره راوړي.او ټولنه د پرمختګ و لوړو پوړيو ته خوځوي.
ژوند په ننۍ نړۍ کي يواړخيزه او تجريد شوئ ژوند نه دئ. هغه سياسي، اقتصادي، ټولنيز او ثقافتي اړخونه لري چي له کورنيو او نړيوالو مناسباتو سره نږدي، ټينګې او نه شليدونکې اړيکې لري.
پر دې اساس دا سوله کورني او بهرني اړخونه يا ابعاد هم لري او په دې کې هيڅ شک نشته چي کورنی اړخ يي زموږ لپاره لومړيتوب او غوره توب لري. تر څنګ يي نړيوال تفاهم او ګډ ژوند د يوويشتمي پيړۍ ضرورت او غوښتنه ګڼله کيږې.
څنګه چي د سولې خبرې د مختلفو اړخونو ترمنځ خورا تودې او ښه پرمختګ يي کړئ دئ، ونوي او حساس پړاو ته ور نژدې شوې دي، او هر لوری د لویې برخې د لاسته راوړلو هڅې او غوښتنه کوي.
له دې کبله په دې حساسو شيبو کي د سنجول شويو، مسئولانه او مدبرانه پريکړو کول د هيواد او خلکو لپاره
خورا ارزښتناکه بلل کيږې.
دا څرګنده ده چي د سولې په دې لړۍ او پړاو کې به ګټونکی يا بايلونکی يوازي او يوازي افغان اولس وي. نور لوبغاړي چي بهرنۍ کړۍ دې او همدا دوی د جګړې مبتکرين او عاملان دي او بيا اوس چې دوی ځانونه د سولې راهبان ګڼي، دوی هيڅ له لاسه نه ورکوي. دا چي څومره به د افغانانو د وينو توئيدلو څخه لږ يا ډيره گټه ترلاسه کوي دا به زموږ په درايت او کفايت پوري اړه ولري.
د دغو بهرنيو لوبغاړو ګټې چي معمولأ ورته د دوی د ملي ګټو نوم او عنوان ورکول کيږي، په حقيقت کې دا د هغوی ملي ګټې نه بولم ځکه چي ملي…… د ځينو ملي او نړیوالو قوانينو په مطابقت او حکم کي لاسته راوړل کيږې. د دوی دا ګټې استعماري، استثماري او ناروا ګټې دې چي د ټولو قوانينو په خلاف او بشري کرامت تر پښو لاندي کولو سره يي د جبر، غولونې او زور له ليارې زموږ د هيواد او خلکو په وراني او ورور وژنې کې لټوي.
لکه چي وينو د سولې خبرې(لوبه)روانې دې او پدي خبرو اترو کي دکورني اړخ نه سربيره چي افغانان دي بهرنی اړخ د غير متجانسواو متضادو غوښتنو او ليارو سره پدي بين الافغاني معضله او افهام وتفهيم کي راښکيل دي. په حقيقت کي هدف او مضمون يو دئ هغه د افغانانو ترمينځ سوله او روغه جوړه ده ،ولي غوښتنه او لياره ددي هدف د لاسته راوړلو دپاره يوه نه ده ځکه دلته دا بهرني لوبغاړي هر يو ځانته غوښتنه او بيله کړنلاره لرې. نو ځکه یي د غوټې خلاصول لږ څه نه بلکه ډيره زياته پيچلې، کړکيچنه اومبهمه کړيده.او داسي بريښي چي تر کاسه لاندي نيم کاسه ده.
دا بهرنۍ کړۍ د دغو ناروا ګټو د لاسته راوړلو دپاره د ټولو ممکنه روا او ناروا ليارو او دسيسو څخه کار اخلي تر څو خپل هدف ته ورسيږي او ددي مقصد دپاره د کور په دننه کي هم د هغو فاسدو، ککړو اوشخصي منفعت پرستو عناصرو څخه ګټه پورته کوي او ودي ته يي هڅوي چي دسولي د حل په لياره کي خنډ شي .دا کورني سورلنډيان (شغالان) د سولې څخه بيريږي ځکه چي دوی د قتل، فساد، غصب ،لوټ ماري او ماجراجويي په جرمونو ککړ دي اوکله چي د سولې په راتلو سره قانون لاس برئ شي نو هلته خو دوی د قانون په وړاندي مجرمين او باغيان دي.
هر اړخيزه سوله مو غوښتنه او لومړيتوب ده، ولي معامله او غولونه د منلو وړ نه ده. که څوک اوبه خړوي او ماهيان نيسي دا غولونه ده.
او دا ډول کړه وړه هغه کوږ بار دئ چې تر منزله نه رسيږي.