تاند- افغان چارواکي وايي، په داسي حال کې چې د جګړې پېټی تقریباً کاملاً ورله غاړې شوی، له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې هره اوونۍ شاوخوا ۸۰ پولیس وژل کېږي.

د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې په دغو اتیا تنو کې د افغانستان د ملي اردو، ملي امنیت او سیمه ییزو پولیسو ځواکونه نه دي شامل.

په وروستیو کې وسله وال طالبان تر پولیسو او اردو هم زیاتې حملې پر سیمه ییزو پولیسو یا اربکیانو کوي.

په افغانستان کې د جګړې موسم عموماً د هوا وضعیت ته په پام سره کله له حمل څخه او کله له جوزا څخه په غرونو کې د واورو له ویلي کېدو سره پیلېږي او د لړم یا عقرب ترپایه، چې هوا سړېږي، دوام کوي.

طالب جنګیالي په ژمي عموماُ پاکستان ته ځي او ژمی د خپلو کورنیو له غړیو سره تېروي.

سږ کال طالبانو د ثور له میاشتې (له تېرو شپږو میاشتو راهیسي) خپل بریدونه زیات کړي او ویلي یې دي چې ځانمرګو او د سړک د غاړې بمي حملو ته به دوام ورکړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال جنرال سلیم احساس پرون /سې شنبه/ په کابل کې خبریالانو ته وویل: له کله چې طالبانو عملیات پیل کړي دي، تراوسه پوري یې ۶ زره ۶۰۴ بریدونه کړي چې د هغو په منځ کې ۵۰ انتحاري او یوزرو ۷۰۴ مختلف ډول حملې وې.

د جنرال احساس په وینا په دغو بریدونو کې ۱۲۷۳ ملي پولیس، ۷۷۹ سیمه ییز پولیس، او ۸۰۸ ملکیان وژل شوي دي.

د ده په وینا د طالبانو په بریدونو کې نژدې پنځه زره پنخه سوه پولیس او ملکیان ژوبل شوي او د طالبانو له لوري اکثره بریدونه په غزني او لوګر ولایتونو کې شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت او ملي اردو تراوسه پوري د خپلو سرتېرو د تلفاتو شمېر نه دی اعلان کړی خو دا خبره مني چې د دوی د ځواکونو تلفات تر نورو کلونو زیات شوي دي.

افغان امنیتي ځواکونو په جون میاشت کې (جوطا – سرطان) کې د ټول هیواد د امنیتي چارو مسوولیتونه په غاړه واخیستل.

له همدې کبله سږ کال له ډېرو کلونو وروسته د نړیوالو ځواکونو د تلفاتو شمېر خورا لږ دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *