د ملي سرود درناوي ته راسره په یوه غونډه کې د څنګ ناستو کسانو د نه ودریدو دلایل مختلف وو. یوه ویل دا د اسلام خلاف کار دی، بل ویل شاعر یې زما نه دی خوښ، یوه ویل که زه هم نورو غوندې ودرېږم بیا مو ترمنځ فرق څه شی شو.
له یوه ملګري سره چې د تره زوی په شناخت یې راسره ملګری شوی و، روان وم چې د ده را پېژندونکی راسره مخ شو، راسره روان ملګری ونه درید، بیا یې ویل ځکه سره وران دي، چې کورنۍ ستونزې لري. د ستونزې پوښتنه مې چې وکړه، په یوه کلیوالي ناندرۍ کې د یوه کورنۍ د بل په ننګه ټوپک نه و اخیستی.
یو شاعر اشنا راته په بل شاعر پسې خوله خلاصه کړې وه، تردې چې پر ناموس او کورنۍ یې د لفظي بریدونو هڅې کولې، ما یې چې څومره دفاع کوله نه سمېده، له ډېرو خبرو وروسته پوه شوم چې په یوه مشاعره کې یې د ده شعر ته چکې نه دي کړي او بیا ووایه ناره یې ورته نه ده کړې.
د سیمې د جومات ملا پردې کلک و، چې باید د افغان امنیتي سرتېرو جنازې او ورسره خواخوږي ونه شي، کافر، مرتد او نور هرڅه یې بلل، خو هغه ورځ مې ولید چې د یوه کوڅه وال امنیتي افسر څنګ ته د پولیسو په رېنجر کې ناست دی او کور ته د خټو لپاره بوس لېږدوي.
دې او زر نورو ستونزو ته چې سړی ګوري، حیران شي چې څه مو سم او له خواشینۍ خوندي دي؟
په موږ لکه فرض شوې چې وي، پر نورو د ملامتۍ اچولو کار کې زیات مهارت ښيوو، خو لکه کاپرېږو چې پرې یو هم د خپلې برخې مسوولیت په ادا کولو کې خپل ضعف نه منو.
دې ته کم وینو، چې له څاڅکو، څاڅکو ستونزو مو دریاب جوړېږي او لکه لاهو کړي چې یې یوو، کورونه مو ورانوي او د یو نامعلوم او خطرناک مسیر خواته مو لا نور پسې بیایي.
یوه ملګري مې یوه وچ احساساتي منتقد ته یوه ورځ وویل، چې که دا اوس د افغانستان ټول واک او صلاحیت له مسولیت سره تاته وسپارل شي، څه مثبت تغیربه راولې؟
هغه لاپې شاپې زیاتې وکړې، خو یوه خبره یې هم منطقي او د قناعت وړ نه وه.
زه وایم د انسانانو او بیا افغانانو په توګه به دا راته زیاته بده نه وي، چې موږ شدیدې ټولنیزې ستونزې درلودلې او هر یو د خپل وس مطابق په منفي عملونو او افکارو کې ترې ګټه اخیستې.
دا به ډېره بده وي، چې د نسبي فکري پرمختګ با وجود هم خپلو خلکو ته دروغ ووایو، پر احساساتو او باور یې لوبې وکړو، توریالي، مېړني او نور لقبونه ورکتار کړو او د پېنځه زره کلن تاریخ له توصیف سره یې له نننیو جدي مسولیتونو څخه پام بل طرف ته واړوو.
ولس ته نور منتقدانه چلند مو ځکه ضرور دی، چې موږ او دوی له بده مرغه پر خپل ضد د لویو دسیسو پر دقیق درک هم لا نه شوو بریالي کېدای، دا لا څه چې د شنډولو او مبارزې لپاره یې عاجل او قوي مدافع شوو.
څه مو چې په وس پوره دي، پر هغې مو د اصلاح کوشش په کار دی، راځئ له خپل کور، کوڅې، کلي او سیمې څخه اصلاح شروع کړو، خپلې عقدې وځپو، د کرکې او تخریبي افکارو پر ځای پخپلو وجودونو کې انساني افکار او ارمانونه پیاوړي کړو او د خپلو ستونزو له حل وروسته د نورو کیسو غم وخورو.