هره شېبه ځانګړی قدر لري/ ذبیح الله رحیمزی

د وخت د ارزښت په اړه ډېر څه اورو، خو مو ورسره یارانه د سړک د سر وي چې پایلې یې بیا د پوره ژوند او یو عمر بایلل دي او ځان د بدبختیو کندې ته سپارل دي.

زموږ د هریو په ژبه دا خبره وي چې وخت راګرځېدونکی نه دی، خو د وخت څخه د ګټې اخیستنې او عبث تېریدنې د مخنیوي په تړاوو مو هېڅ تدابیر نه شته. بس هسې یې وایو نه مو په زړه ځان درد کوي او نه په روانو شېبو.

که لږ څه تم شو هغوی چې زموږ وړاندي دي او د سیالۍ یې لویدلي حسابېږو، یو توپیر مو ترمنځ همدا د وخت څخه دګټې اخستل او د شېبو ارزښت ته قایلیدل دي چې هغوی یې په زرو پایلې خپلې ټولنې ته وړاندې کوي او موږ بیا خالي لاس یو.

په ساعت کې د سانیګر هر ټک د خوبولو لپاره د وېښېدو زنګونه دي او دا راته هره شېبه شړنګېدونکي دي چې پاسه هله همدا دې وخت دی لاس په کار شه او خوب ته مو نه پرېږدي، خو زموږ دا خوبونه د نورو توپیر لري، زموږ خوبونه درانه او زړه مو ژور ویده کېدونکی دی او دا طبیعي خبره نه ده، بلکې زموږ د هوډ پورې تړلې خبره ده.

د ژوند هره شېبه زموږ په عمر ګوزارونه دي. په یوه وار پسې راتونکی دی او په بل پسې بل، خو کله دا په زړه کوو چې د دې شېبو او ګوزارونو ګټه اخستل او هڅې په کار دي او د شیطاني سستو رګونو سره په زغرده مقابله پکار ده چې د هر انسان په  وجود کې ځای لري.

هره شېبه د ځانګړي کار د ترسراوي لپاره بېله ده. ژوند منظم مهال وېش دی، یوازې د ژوند دورې او امکاناتو ته په پام سره عیار وي. د ژوند د مخ بېولو لپاره عمومي سکیج یا جوړښت شته، د کوچنیوالي، ځوانۍ او ان د ژوند د ورستیو سلګیو لپاره کرښې معلومي دي. محصل، دوکاندار، زده کوونکی، ساتونکی، ورځ مزدورۍ والا او ګڼ نورو لپاره هره شېبه ارزښت لرونکې ده.

که نه له مشرانو خو به مو اوریدلي وي چې پوهه نه شو ماشومتوب د سترګو په رپ سره لاړ، ځواني خو لېونتوب داسې څپه وه او اوس، خو بیخي د ګور په غاړه یو دلته د دې زهیر بوډا احساس او پېغامونه درکول په کار دي چې وايي، هره شېبه د یو څه لپاره ده او ته باید یو څه په کې وکړې.

کنه د میین په اړه خو به مو اوریدلي وي چې د مینې اظهار په هماغه خپلو شېبو کې پایله لري که نه مینه به دې به دې د بل کور ډيوه جوړېدونکي شي او د شېبو د قدر په اړه، خو دا خبره بیخي عامه شوې د نن کار سبا ته مه پرېږده چې سبا هم کار شته دی.

نو اوس که دخپل ځان سره تول وکړو او هرې شېبې ته په قدر او ارزښت قایل شو، لرې نه ده چې دخپل راتلونکي هوسا او له سکون ډک ژوند تظمین به مو په خپلو مټو او فکري قدمونو اخستلو کړی وي او د ژوند هره برخه کې به  د ګټونکو، سرلوړو، سیالو او منلو وګړو په کتار کې وشمېرل شو او نورو ته به مو د شاعر دا پېغام ښه رسولی وي چې:

د سکنډونو دا ټک ټک هسې ټک ټک مه ګڼئ

د ژوند په ونو مو د تبر ګوزارونه کېږي

 

 

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *