دویمه برخه   

ژباړه: اسدالله خان امرخېل || 

له  غربت اوکړاونو څخه خلاصون او په عملي ژوند کې بريالیتوبونه تر لاسه کول د ډيوتهامس لپاره ډېر ستونزمن کار و، خو نن ښاغلی تهامس د ۱۳۲ هوټلونو څښتن دی. ښاغلی تهامس خپلې مېرنۍ مور لوی کړی و. تهامس چې په عملي ژوند کې خپل لومړی ګام کېښود، نو د هغه په جېب کې يو څو ډالره لرل، خو هغه ماته ونه منله هغه ناهیلی نشو هغه خپل مرام له لاسه ورنه کړ  او له ستونزو سره یې مبارزه وکړه، چې په پای کې نن د ۱۳۲ هوټلونو څښتن دی. که چيرې تاسې له تهامس څخه وپوښتئ، چې آيا تاسې خپله بريا تر لاسه کړه؟ نو هغه به ډېر توند ځواب درکړي. 

ما د تل په شان ټولنیزو غونډو کې وينا کوله. يوه ورځ يوه ځوان راڅخه پوښتنه وکړه، چې تاسې له کومه وخته په ټولنیزو غونډو کې ويناوې کوئ.  ځواب مې ورکړ چې له ۵۰ کلونو را په دې خوا زه په دې برخه کې کار کوم. 

ځوان رانه وپوښتل چې آيا تاسې په دې برخه کې بریالي ياست؟ ځکه چې زه اوس د بريا په هڅه کې يم. هغه ځوان ته مې وویل: چې فکر مه کوه! ما تر اوسه په دې برخه کې بریا نه ده تر لاسه کړې. نن چې زه کومه وينا لرم، هغه د نوي مثبت فکرونو په اړه ده، ځکه چې نوي نظريات هېڅ وخت پای نه لري، نو پر دې اساس ویلی شم چې زه په خپل کار کې په بشپړ ډول مطمین شوی نه يم. 

څو کلونه وروسته له هغه ځوان سره بیا مخ شوم، هغه د پخوا په پرتله ډېر هوښیار او مثب فکر لرونکی ښکارېده. هغه راته وویل: چې تاسې بيخي سمه خبره کړې وه، کله به مې له ځان سره فکر وکړ، ما په دغه ډګر کې خپله بريا تر لاسه کړه، نو ما به احساس وکړ او بل ګام به مې نشو پورته کولی احساس به مې کولو، چې ما خپله بریا تر لاسه کړه، بیا مې فکر وکړ چې نه په دې میدان کې  ډېر داسې کارونه شته چې باید تر سره يې کړم. دغه فکر ما ته د پرمختګ ځواک او لار نوره هم روښانه کړه. 

د دغه کتاب لوستونکو ته مې د بریالیتوب يو څه اصول برابر کړي دي، چې د هغوی په ژوند کې ډېره مرسته ورسره کولی شي. هغه اصول په لاندې ډول دي: 

  1. تاسې باید دا پرېکړه وکړئ، چې کوم هدف ته بايد ورسېږئ، يعنې ستاسې هدف څه دی؟ 
  1. تاسې چې کوم څه کول غواړئ، هغه په ترتیب سره وليکئ او پرې عمل وکړئ. 
  1. تاسې چې کوم څه غواړئ ، د هغه په اړه بشپړ مالومات تر لاسه کړئ او هغه څه چې اړين وي، ترې زده يې کړئ. 
  1. لومړی دا په ډاګه کړئ، چې تر کوم وخته پورې خپل هدف ته رسېدلی شئ. 
  1. هڅه کوئ چې پرېکړه مو سمه وي، که پرېکړه مو غلطه وي، نو باید تغير يې کړئ. 
  1. د هدف تر لاسه کولو لپاره پرلپسې کوښښونه وکړئ. 
  1. ستاسې فکر د هدف په اړه باید مثبت او روښانه وي. 
  1. هېڅ وخت فکر مه کوئ، چې بریا مو تر لاسه کړه. 

په ياد مو وي، چې لومړۍ بريا د دويمې بريا لپاره لار هواروي. 

ما خپل ځان ته يوه لویه طریقه اختیار کړې ده، هغه داسې ده چې زه خپل هدف پر يوه کارټ ليکم او هغه په خپل مخامخ جېب کې اچوم، دغه جېب مې د زړه پر سر وي، نو ځکه زما زړه هم د هدف پر اصولو سره سم حرکت کوي. ما په ځوانۍ کې پرېکړه کړې وه، چې زه به د خلکو سره مرسته کوم، تر څو مثبت فکر ته ژمن او خپلو کړو وړو کې مثبت بدلون غوره کړي. مثب فکر  له لارې انسان کولی شي پر خپل نفس اعتماد پيدا کړي. 

له خلکو سره مرسته کول، دا هدف مې په ځوانۍ کې پر يو کارټ کې ليکلی و او په جېب کې مې اچولی و، همدا ډول داسې نور هدفونه مې پر کارټ ليکل او په جېب کې مې اچول. زما جېب له کارټونو نه ډک شو، کله چې هم په دغو هدفونو کې کوم هدف ته ورسېږم د هغه کارټ له جېب نه لرې کوم.  

زما په جېب کې داسې نور کارټونه ول، چې په هغه کې داسې هدفونه لیکل شوي وو، چې هغه باید نور خلک تر لاسه کړي او زه ورسره مرسته وکړم. 

د کاروباري خلکو په غونډو او محفلونو کې مې هغوي سره د کارټ ټکنیک شریک کړ، ډېری سوداګرو په دغه ټکنیک عمل کړی او مثبت بدلون يې احساس کړی و. ډېرو ځوانانو راته وویل چې له دغه ټکنیک له لارې د پخوا پرتله مو  لس برابره ګټه تر لاسه کړې ده.

زه تاسې ته همدا مشوره درکوم، چې د بريالیتوب په اتوو اصولو عمل کول ستاسې فکر مثبت لورته سوق کولی شي او خپلو موخو ته رسېدلی شئ. تاسې که هر ډول هدف ته رسېدل غواړئ، هغه په خپل ذهن کې روښانه وساتئ. له هغې وروسته به تاسې وګورئ، چې د فطرت ټول ځواک ستاسې سره د بريالیتوب په ډګر کې څومره مرسته کوي.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *