قتل ، یا وژل په دې معنی چې روح او جسد سره جلا شي او یا د یو چا د روح او جسد تر منځ د اړیکو قطع کولو ته قتل، یا وژل وایي. دا مجاز نه دی، بلکې د حقیقت پر مبناء استوار دی د روح له وتلو سره ټولې اړیکې پريکون مومي او انسان د تل لپاره له دې بې مینې، استبدادي او ترور کوونکي نړۍ څخه سترګې رانغاړي او د لحد تر منصفانه دیوالونو خپل ځان ور رسوي!.
د قاتل لپاره بېلابېل وعیدونه او مجازات په اسلامي شریعت او د افغانستان په نافده قوانینو کې مندرج شوي دي. که پرې تطبیق شي د مقتول د وراثوو او نورو خلکو
لپاره به قناعت حاصل شي او د ټولنې د نورو وګړو لپاره به د عبرت او پند باعث وګرځي.(( دا ځکه، چې د مجازاتو د تطبیق منطق هم په همدې کې دی، چې د ټولنې عامه مصالح مصؤنیت ولري، مجرمین اصلاح شي او دا ډول وخیم جرایم تر سره نه کړي او که یې تر سره کړي او یا یې مرتکبین وګرځي د خپلو دغه کړنو عواقب به وګوري او د جزا ذآیقه به وڅکي د قاتل لپاره اخروي بېلابېل مجازات ټاکل شوي لکه، د جهنم جزا، همیشه به په جهنم کې وي،د الله تعالی لعنت به ورباندې وي، الله تعالی به پرې غصه وي….. همدارنګه دنیایي جزاګانې لکه، قصاص، یا کسات( بدل) اخیستل، دیت او په تعزیراتي جزاګانو کې اعدام، ما دام العمري حبس، اوږد حبس….
راځم اساسي موضوع ته او هغه دا، چې د وژلو تر ټولو خطرناک ډول یې معنوي وژنه ده، چې دا وژنه په فردي او دست جمعي شکل هم تر سره کېدای شي او د دې جرایمو ښکېل اشخاص تر ډېره په کې د یوې ټولنې رهبري کوونکي قوه او بې ضمیره سیاسون دي، هغه چې د خپلو حصوصی ګټو د لاسته راوړلو لپاره ملي منافعو ته د خطر زنګ وهي او له خپلو فردي ګټو یې ایثاروي.
دوی خپل ځان ته لومړیتوب ورکوي، ځورېدلی، دردمن او هغه ولس چې غربت او فقر یې پر ستونو خپل جالونه خواره کړي نه پېژنې!
همدوی دي، چې هر ورځ د نویو انقلابونو، اوښتونو او بدلونونو زېرې ورکوي او د مرګ جلادان له نویو وژونکو آلو سره معرفي کوي او منفي او وژونکې انګیزې خپروي دا، له نورې نړۍ نه دې راغلی د همدې هېواد بچي دي او د ارګ دننه او تر خوا او شا یې ناست دي. یوازي په یو څو د زهرو لړلو پېسو د لاسته راوړلو لپاره دا چارې تر سره کوي.
او خلک پر شخصیت او عفت تهدیدوي او ګواښونه ورته کوي خو؛ دوی دا تهدید نادېده ګڼي او د تمسخر په بڼه یې ارزوي. حال دا، چې تر ټولو ستر جرم همدا د یو چا د معنویاتو وژل دي.
دوی اصلاً په ځانځانۍ کې درګېر دي د هېوادوالو د معصومو وینو، سلګیو، ټپونو او پرې شوو اندامونو په غم کې نه دي. هغه که وژل کېږي د بل چا د زړه ټوټې دي، د دوي یې پرې څه؟!.
له بله اړخه سیاسي شنوونکي نه، بلکې(( سیاسي متحریفین او سیاسي تخریبوونکي)) دي، چې له خپلې زاویې څخه داسې شننې کوي، چې ته به وایې دا نظام به په همدې دستې لحظه کې سقوط وکړي او انارشي به رامنځته شي او هر سړی به په انزوایې حالت کې وي. نه پوهېږو، چې د دې کارپوهانو عقلاتي او دماعي توازون برابر نه دی او که ولیان دي؟.
په وروستیو کې یادونه کوم، د دې لپاره چې منفې ګرایي تر سره کوو، غوره او ښه لاره به دا وي چې خلکو ته مثبت ذهنیت ورکړو او مثبت لورې ته یې سوق کړو!.
د ودان افغانستان په هیله!
۱۳۹۵/۲/۲۳