لیکوال: رابرت اسپادینګر
لومړۍ برخه
څومره ستونزمنه ده، چې یو کس هر سهار وختي پاڅي، د همت مټې را بډوهي، له کاره یوه ډکه ورځ پیل کړي، ټوله ورځ کار وکړي، خوبیا یې هم لاسته ځانګړي څه ور نه شي.
هېڅ پرمختګ ونه کړي او کومه خاصه لاسته راوړنه ونه لري.
په دې ډول کڼ شمېرکسان شته، چې په یو ډول خپله ورځ پیلوي، کار کوي، زحمت باسي، خو بیا یې هم ژوند سم پر مخ نه ځي.
آخر ولې؟
ستونزه چېرته ده؟
هغه کسان، چې ټوله ورځ کار کوي باید ورځ تر بلې یې ژوند ښه شي او پرمختګ وکړي، لکه د نورو خلکو په شان!
که تاسو هم له دې ډول ستونزو سره مخ وئ، فکر وکړئ، کېدای شي په خپل ورځني ژوند کې کومه نیمګړتیا ولرئ او یا اشتباه کوئ.
له دې ډول ستونزو او نیمګړتیاو ځان وژغورئ او ژوند ته مو یو نوی رنګ او خوند ورکړئ.
داسې خو به نه وي، چې د ژوند څرخ مو شاته څرخوئ؟
‌ډېری کسان شته، چې د ژوند د جوړلو لپاره پوره هڅه کوي، خوهېڅ ځای ته نه رسېږي، ځکه د دوی د کار کمیت پورته دي، خو د کیفیت په اړه یې هېڅ تعریف نه وي.
راځئ دلته یوه جوړه یعنې یوخاوند او مېرمن په نظر کې ونیسئ، چې نوی ژوند یې پیل کړی او د ځان لپاره یې یو لوی اومجلل کور په اجاره نیولی.
دوی مجبور دي، چې هره میاشت له خپلې تنخوا څخه د پام وړی پیسې د کور څښتن ته ورکړي.
یو کال تېرېږي، اجاره پورته ځي، خو د دوی په حقوقو کې کوم بدلون راځي.
له دې سره سره، چې دوی په هماغه کچه تنخوا اخلئ، خو بیا یې هم زړه نه غواړي له دې کوره ووځي او له دې څخه په واړه کور کې ژوند وکړي.
ورو ورو په له کور څخه کورنۍ جوړېږ، ماشومان یې پیدا کېږي او دوی مجبور دي، چې د خپلو اولادونو د ورځني ژوند مصارف هم پوره کړي.
پنځه کاله وروسته هر څه مخ په ځوړ ځي، ماشومان یې زیاتېږي، د کور اجاره اضافه کېږي او په دې ډول یې ژوند ور سره یاري نه کوي او سختېږي.
دا دومره موده یې چې زحمت ایستلي کوم ځانګړی ځای نه ورته نیسي.
ولې؟
ځکه دوی په لومړي سره کې فکر نه و کړی.
که دې له لومړي سره په دې اړه فکر کړی وای، چې د دوو کسانو لپاره دومره لوی کور لازم نه دی او د ځان لپار یې یو کوچنی کور اجاره کړی وای، کېدای شوای هغه اجاره چې په دې کور کې د اوسېدو په بدل کې یې د کور خاوند ته ورکوله په پنځو کلونو کې د خپل کور څښتن شوي وای.
خو برعکس داسې جوړې هم شته، چې په لومړي وخت کې په یوه لرې پراته کلي کې په یوه کوچني او داسې کور کې ژوند کړی وي، چې تر ډیره د ژوند له لومړنیو اړتیاو بې برخې وي، خو څه موده ورسته د یوه ښکلي او په زړه پورې کور او ژوند خاوندان شوي وي او بلاخره د خپلو اولادونو لپاره یې د یادګار په توګه پرېږدي.
له پروګرام پرته ژوند ګټه نه لرې بې له دې چې په ستونزو کې مو را ګیر کړي.
له سختیو تېښته مه کوه:
ريښتیا و وایه:
کله چې دوه انتخابه ولرې، یو یې سخت وي او بل یې اسانه کوم یې د ځان لپاره غوره کوې؟
په داسې حال کې چې په ستونزمن انتخاب کې له بل څخه ښه راتلونکې وینې.
د بېلګې په توګه:
تاسو په کابل کې ژوند کوئ او وړاندیز درته وشي، چې په کابل پوهنتون کې یوه ټېټه رشته لولئ او که په کوم ولایت له دې څخه پورته یورته رشته؟
توپیر به یې دا وي، چې په کابل ښار کورته نېږدي یئ، د شپې غالي ستوزنه نه لرئ، سهار په پاکو جامو کې له کوره وځئ او پوهنتون ته ځئ.
خو که ولایت وټاکئ سره له دې چې له دې نه به مو لوړه پوهنځۍ هم ټاکلې وي، له یوې خوا باید د ځان لپاره کوټه ونیسئ او له بلخوا اخلی پخلی خپله برابروئ نو یو څه ستونزې شته.
کومه یوه درته ټاکئ؟
معلومه خبره ده، چې راحت ژوند د ټولو خوښېږي، له ځانه سره وایئ:
لسانس یو لسانس دی او بل دا چې دا د ځوانۍ ورځې بیا کله راځي ښه ده چې له ملګرو سره یې په خوښۍ او بې له کومې ستونزې او ستړیا یې تېرې کړم، ولې سختۍ وګالم، ولې له کوره لرې ولاړ شم؟
بې له ځنډه وایئ، چې کابل غوره دی.
نه ملګریه دا تېروتنه مه کوه.
بریا ته رسېدل یو څه ستونزمن دي، ته باید دغه ستونزې وګالې تر څو راتلونکې دې ارامه وي، که ته په دې ځوانۍ کې له ستوزو تېښته وکړئ، د ژوند تر اخره به هم خپلې موخې ته ونه رسېږې.
بد عادتونه پرېږده!
پوهېږې پرېښودل یې دومره سخت نه دي لکه ته یې چې په اړه فکر کوې.
که غواړې وزن کم کړي، خو د زیاتې ډوډۍ خوړل دې عادت وي، که غواړې سپما وکړې خو زیاتې پیسې مصرف کول دې عادت وي، که غواړې ډېر درس و وایي خو هر ورځ په ساعتونو وخت په بې ځایه کارونو تېروې او فکر کوې، چې دغه څه زما په مخ کې خنډ دي، نو دا دې له پامه وغورځوه، چې دا هېڅ بهانه نه شي کېدای.!
دا یوازې ستا بد عادتونه دي او بس.
که ته له ځان سر کلک هوډ ولري، کولای شئ دا هر څه تر خپل کنټرول لاندې را ولې، یوازې له ۳ تر ۴ اونیو وخت او یو څه تکلیف غواړي، له هغې وروسته ور سره عادت کېږي.
که تاسو هم په ژوند کې له دغه ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان وئ، د دې پر ځای چې پر ځان غوسه شئ او پېښمانۍ وښایئ، همدا اوس هم ناوخته نه ده.
له ځانه سره قاطع پرېکړه وکړئ او په ژوند کې مو بدلون راولئ.
نور بیا…

2 thoughts on “هره ورځ یو ګام مخ پر وړاندې!/ ژباړن: حمیدالله حمیدي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *