ډېری کسان به مو لېدلی وي، چې د خپل مسلک څخه په مخالفه رشته کې به کار کوي او بحث به هم پکې کوي. مثلا د طب ډاکټر به وي، خو دی به په تلوېزیون کې سیاسي خپرونه چلوي. ساختماني انجینیر به وي خو ستاسو سره به په دیني مسایلو کې دلایل وایې، ادبیاتو څخه به فارغ وي خو دی به د سیاست دمیدان تر ټولو ګرم لوبغاړی وی او ملا صیب به په دین کې مالومات لري خو دی به هم، د سیاسي واک او پاچاهي کول د ځان مشروع حق ګڼي او… .
زه دا منم چې، اجتماعي علوم یو له بل سره نژدې اړیکې لري او لږ تر لږه یو څه سره ورته دي خو دا د دې مانا نه لري چې موږ صد فیصده حق لرو چې خپل د مسلک څخه په مخالف جهت کې کار وکړو، په نوره نړۍ کي داسې نه دي چې یو سړی دي، رشته یو څه وایې خو کار دي په بله رشته کې کوي دا ډول ستونزې یوازې په وروسته پاته ټولنو کې ډېري تر سترګو کېږي. او دا داسې مانا لري لکه د ادبیاتو شاګرد ته ناروغ بوزې او ورته ووایې چې، دې مریض ته نسخه ورکړي او یا دیني عالم ته ووایي! چې ما ته دکور نقشه را ډيزاین کړه.
صحي ده چې ځینې کسان دمجبوریت له مخې سیاست کوي لکه هغه د استاد عبدالغفور لېوال خبره چې وایې( سیاست موږ د ذوق له مخې نه کوو بلکې دمجبوریت له وجې مو سیاست ته ور دانګلي دي)
موږ باید کوښښ وکړو چې په خپل مسلک کې کار وکړو. هغه دحضرت خوشحال بابا خبره:
شیخ دي لمونځ روژه کا ،زه به ډکې پیالې اخلم
هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه.
دملا او سیا ست خبرہ دی کریدہ هیچکله موژسیاست له دینه بیل نه سو بللای سیاست په اسلام کی دیر لوی زای لری ته بایددرسول ص سیرت مطالعه کری.
بهیر صی، مجبوري بد شی دی کنه نو هیچا به سیاست نه و کړی. د وطن غم دی نو د سترګو ډاکتر هم سیاست کوي او د ادبیاتو لیسانسه هم.