تاند- ساینسپوهانو داسي روبوټ جوړ کړی چې شکل یې سطل ته ورته دی خو ډېر کارونه کولی شي.
د دوی په وینا دا روبوټ. که څه هم ظاهراً ښکلی شکل نه لري، خو په دې پوهېږي چې انسان ورته څه امر کوي او همداراز د مختلف کسان د څېرې له مخې پېژني.
دا روبوټ، چې بیګ آی (BIG-i) نومېږي، داسي جوړ شوی چې زده کړه ورکول کېدای شي.
د دغه روبوټ جوړوونکې کمپنۍ (NXROBO) وايي چې بیګ آی روبوټ دومره هوښیار دی چې که خپل خاوند وګوري چې پر نامینځل شوې مېوه لاس وهي، ورته یادونه کوي چې خپل لاسونه ومینځي.
بیګ آی روبوټ د ښوونځیو د ټیټو ټولګیو زده کوونکو ته درس ورکولی شي ځکه چې له انترنیت سره وصل کېږي او له انلاین دایرة المعارف څخه معلومات ترلاسه کولی شي.
بیګ آی د تفریح او ساتېرۍ لپاره هم کارول کېږي او حتي له انسانانو سره لوبې او نڅا کولی شي.
د سکرتر کار هم ورکوي. ستاسو ټېلفونونو ته ځواب وايي، د ملاقاتونو وخت درته ټاکي او د ملاقات وخت در په یادوي.
له دغه روبوټ څخه کار اخیستونکی باید له هغه څخه د ښې استفادې لپاره ځیني خبرې ورزده کړي لکه دا چې تلویزیون او ځیني نور وسایل څرنګه لګول کېږي یا مړه کېږي.
بیګ آی د خپل خاوند ږغ سم پېزني او یوازې د هغه په امر چلېږي.
بیګ آی ۱۲ کیلو وزن لري، ټیټ دی، رنګه کامره یې۷۲۰ پیکسله او درې بعدي یا ۳ ډي ده.
د دغه روبوټ بېټري ۵ ساعته کار کوي او کله چې یې چارج لږ شو، په خپله ځان چارجوي.