تاند- د تازه معلوماتو له مخې، سره له دې چې اوباما له افغانستانه اکثره امریکايي پوځیان ایستلي خو بیا هم د افغانستان جګړه امریکا ته په هر ساعت کې په ۴ ملیون ډالره تمامېږي.
د راپورونو له مخې کتونکي وايي، له دې لګښت سره سره د اوباما حکومت او افغان مشران په دې سلا دي چې جګړه به یوازې د سولې د خبرو د بریالیتوب په صورت کې پای ته رسول کېږي.
له ۲۰۰۱ م کال راهیسي امریکا د افغانستان پر جګړې تراوسه پوري څه باندې ۷۰۰ ملیارد ډالره لګولي. د امریکا د ملي لومړیتوبونو د پروژې د راپورونو پر اساس په دغو پیسو کې ۳۵ ملیارده په روان مالي کال کې لګول شوي دي.
په ۲۰۰۲ کال د افغانستان د جګړې لپاره ابتدايي کالنۍ بودجه ۲۰ ملیارد ډالره وه. خو دوه کاله وروسته دا بودجه ۱۴ ملیارد ډالرو ته راټیټه شوه او زیاتې پیسې د عراق جګړې ته ځانګړې شوې.
په ۲۰۱۰ کال د عراق پر جګړې امریکا تر ۱۰۰ ملیارد ډالرو زیاتې ولګولې خو کله چې د عراق د جګړې مصرف لږ شو او امریکايي پوځیان ورڅخه په وتلو شول، د افغانستان د جګړې لګښت زیات شو.
په ۲۰۱۳ م کال په افغانستان کې د امریکا لګښت په کال کې ۱۰۰ ملیارد ډالرو ته ورسېد او له دغه هیواده له شاوخوا یولک پوځیانو د څه باندې ۹۰ زره ځواکونو له ایستلو وروسته اوس په افغانستان کې د امریکا کالنی مصرف ۳۵ ملیارد ډالره دی.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په افغانستان کې د یوه امریکايي پوځي کالنی لګښت شاوخوا یو ملیون ډالره دی.